ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۷۵ ټنه جلغوزي چین ته صادر شول

۷۵ ټنه جلغوزي چین ته صادر شول

author avatar
1 Nov 2022 - 18:09
۷۵ ټنه جلغوزي چین ته صادر شول
author avatar
1 Nov 2022 - 18:09

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین وایي، چين ته د ځمکې له لارې د څه باندې یو میلیونو او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۷۵ ټنه جلغوزي صادر شول.

د دغه وزارت د صادراتو د پراختیا مشر احسان الله فطرت نن (سه شنبه) په کابل کې په یاد وزارت کې چين ته د ځمکني دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو د بيا پیل په غونډه کې وویل، د لومړي ځل لپاره د ځمکني دهلېز له لارې ۷۵ ټنه جلغوزي د شاوخوا یو میلیونو ۶۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت چین ته واستول شول.

هغه زیاته کړه، دغه محموله به له افغانستان څخه د ازبکستان تر پلازمېنې تاشکند ښاره پورې د ځمکې له لارې ځي او وروسته به له یاد هېواد څخه د هوایي دهلېز له لارې په الوتکه کې یاد جلغوزي لېږدول کېږي.

دی وایي، هره ورځ به ۷۵ ټنه جلغوزي له همدې لارې چین ته صادرېږي او له درېیو څخه تر پنځو ورځو به د یاد هېواد شانګهای ښار ته ورسېږي.

د ده په وینا، له ازبکستان څخه به په هر پرواز کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ټنه جلغوزه صادرېږي.

په دغو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په صادراتو کې ۵۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلې دې.

دی وایي، دغه وزارت هڅه کوي د افغانستان صادراتو ته ډېره زمینه برابره کړي څو د هېواد په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

هغه زیاته کړه، پاکستان او ایران سره یې خبرې روانې کړې دي څو دغو هېوادونو ته پنبه صادره کړي.

شنونکي وايي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادونې ده چې د تېرې تلې میاشتې په ۱۸مه شل ټنه جلغوزي چین ته او تېره ورځ (د لړم نهمه) د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه جلغوزي له هرات څخه المان ته ولېږدول شول.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.