منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

دیبورا لاینز له سوداګرو سره لیدنه کې اقتصادي ودې لپاره د خصوصي سکتور پر حیاتي رول ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دوبۍ کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کې، د اقتصادي ودې او د ښځو او نارینه­وو لپاره د کار رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

غړي

ایران د خواف – هرات رېل‌پټلۍ درېیمې برخې چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی

د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې د خواف - هرات رېل‌پټلۍ د درېيمې برخې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د غزني سلمانان: کارونه مو په ټپه درېدلي دي

د غزني سلمانان شکایت کوي، له هغه وروسته چې امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست پرې د خلکو ږیرې خرېیلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی، کارونه یې په ټپه درېدلي دي.

د تېلو د بیو بې‌ساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې

د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال په دغه ښار کې د تېلو بیې د بې‌ساري لوړېدو له امله شکایت کوي چې د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د تېلو بیه ۱۰،۵ سلنه لوړوالی ښیي؛ چارواکي وایي، په نړیواله کچه هم د تېلو په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.   

غړي

«د ځمکني ترانسپورټ د تایید شوې طرحې له مخې به هر کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي»

اقتصادي کمېسیون، د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو داسې یوه طرحه د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول تایید کړه چې له مخې به یې د کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي.

نور راپورونه