روسیې د افغانستان پر صادراتي محصولاتو د ترجیحي تعرفې د معافیت خبر ورکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په کابل کې د روسیې سفارت دغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتي محصولاتو د ترجیحي تعرفې د معافیت خبر ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په کابل کې د روسیې سفارت دغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتي محصولاتو د ترجیحي تعرفې د معافیت خبر ورکړ.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د اوړو بیې نږدې ۴۷ سلنه لوړې شوې دي. دغې نړیوالې کمیټې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې…
سعودي عربستان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د سعودي دولتي اژانس (واس) د غبرګولي په ۱۹مه خبر ورکړی چې د افغانستان د بشري مرستو…
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي او د داخلي الوتنو ترڅنګ ترې نړیوالې الوتنې هم ترسره کېږي. د دغه وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۹مه…
اقتصادي کميسيون يو شمېر اړوندو ادارو ته دنده ورکړه چې د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي. د سرپرست حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي…
هرات ولایت ته د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر له سفر سره سم د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوو تولیدي فابریکو په فعالیت پیل وکړ.
د هلمند سنګين ولسوالۍ د پوهنې امریت وايي چې د تېر نظام پر مهال د یاد امریت شاوخوا ۶۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د ننګرهار د ترانسپورټ رياست وايي چې له پاکستانه په بې اسناده باروړونکو موټرونو کې افغانستان ته د وسلو او نشه يي توکو قاچاق کېده چې اوس يې پر راتلو بنديز لګول شوى دى.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ۳ میلیونه ډالره ګډه پانګونه د قيمتي ډبرو د پېر او پلور د یوه مارکېټ جوړولو چارې نن د غبرګولي په ۱۷مه پيل شوې.
د کندهار سوداګرۍ خونه او د وچې مېوې سوداګر وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او یوازې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر کشمش/ممیز بهر ته صادر شوي دي.
په کاپیسا کې د کبانو فارم لرونکي او د دغه ولایت د کرنې ریاست وایي، په مرکز محمودراقي ښار کې د کبانو د پلور بازار سوړ شوی دی.
د کابل هوایي ډګر مسوولین وایي، د اریانا شرکت ۳۱۰ ایربس الوتکو د « سي. چک» پروسه په کامیابۍ سره پای ته رسېدلې او په لومړي ځل، د دورهیي ارزونې ټول دغه پړاوونه یې بهرني هېواد ته له اړتیا پرته، په کمه موده او لږ لګښت سرته رسولي دي.
په ننګرهار ولايت کې کتاب پلورونکي وايي، له تېرو شاوخوا نهو مياشتو راهیسې د کتاب پلورنې کچه ۸۰ سلنه ټيټه شوې او دوى نه شي کولاى چې د خپلو هټيو لګښت هم پوره کړي.…
د غزني یو شمېر فلزکارانو د پخلي لپاره د لمریزې تودوخې هېندارې جوړې کړي چې د خلکو لپاره د لرګیو، ګاز او تېلو ښه بدیل ګرځېدلی دی.
د افغانستان بانک، د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا افغانستان کې د ۷۹۳ میلیونو ډالرو درېیو پروژو د تصویب هرکلی وکړ.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غبرګولي ۱۶مه) شاوخوا ۱۳ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز او درمل پلورنې لوی مرکز د بنسټ ډبره په داسې حال کې چي د حکومت د مالیې سرپرست وزیر او د دغه ولایت سیمهییزو چارواکو…
د پنجشېر ولایت د مستوفیت مسوولین وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي، د روانې غبرګولي مياشتې له پنځمې تر یوولسمې نېټې یې څه باندې ۴۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نن د تېرو اوو ورځو پر پرتله د پاکستانۍ وریجو بیه لوړه شوې، خو د روسي سرو زرو، غوړيو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي.
نړیوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق د افغانستان لپاره د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې بېړنۍ پروژې تصویب کړې.