ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کتاب پلورونکي: وروستيو مياشتو کې د کتاب پلورنې بازار کمرنګه شوی

د ننګرهار کتاب پلورونکي: وروستيو مياشتو کې د کتاب پلورنې بازار کمرنګه شوی

author avatar
6 Jun 2022 - 17:21
د ننګرهار کتاب پلورونکي: وروستيو مياشتو کې د کتاب پلورنې بازار کمرنګه شوی
author avatar
6 Jun 2022 - 17:21

جلال اباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): په ننګرهار ولايت کې کتاب پلورونکي وايي، له تېرو شاوخوا نهو مياشتو راهیسې د کتاب پلورنې کچه ۸۰ سلنه ټيټه شوې او دوى نه شي کولاى چې د خپلو هټيو لګښت هم پوره کړي.

بلخوا، ننګرهار ميشتي فرهنګيان وايي، اقتصادي ستونزې او د ټولنيزو رسنیو ډېر کارول ځوانان له مطالعې را ګرځولي دي.

خو چارواکي وايي، هڅه کوي چې د عامه پوهاوي او غونډو له لارې په ځوانانو کې د کتاب لوستنې فرهنګ عام کړي.

د جلال اباد ښار په زړه پښتونستان څلور‌لاري کې د کتابونو د خرڅلاو يو ستر پلورنځى او خپرندويه ټولنه ده.

د پژواک خبريال دغه ځای ته په ورتګ سره وليدل چې په دوو ساعتونو کې يوازې درې کسان چې د پوهنتون محصلين وو او درسي کتابونه يې پېرل، دغه ځای ته راغلل.

د راغليو کسانو له ډلې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل عبدالحق پژواک اژانس ته وويل، استاد يې کورنۍ دنده ورکړې، د کتاب پېرلو توان يې نه درلود، له کتاب پلورونکي يې اجازه اخېستې څو د کتاب له هغو پاڼو چې د ده په کار دي، انځور واخلي.

هغه وايي: «زموږ دوه درسي ساعتونو کې کتابونه چې يو يې ۲۲۰ او بل يې ۲۵۰ افغانۍ قيمت لري، تر نيمايي ډېر محصلين يې د اخېستو وسه نه لري؛ نو ځکه يې د فوټو کاپي په دوکان کې کاپي کوي او خپله اړتيا پرې پوره کوي.»

د مومند په نوم د دغه کتاب پلورنځي مالک نجيب مومند وايي، له تېرو شاوخوا نهو مياشتو راهیسې يې د کتابونو د خرڅلاو بازار بيخي کمرنګه شوی دی.

هغه وويل: «په ټوله کې وضعيت نهايي زيات خراب دی، په تېر نظام کې به موږ د مياشتې شل نه تر پنځه ويشت عنوانه کتابونه چاپول، اوس دا نهه مياشتې کېږي موږ ټول عنوانه دوه کتابونه چاپ کړي دي، د بازار په هکله که زه تاسو ته ووايم نو ۸۰ فيصده بازار خراب دی، حتی موږ دا اووه مياشتې کېږي د دوکان کرايه پکې نه شو پوره کولاى.»

په ورته وخت کې د علومو اکاډمۍ غړي او فرهنګي شخصيت استاد محمد اصف صميم پژواک ته وويل، یو لامل یې اقتصادي ستونزې کېدلای شي، خو لوی لامل يې د کتاب لوستنې له فرهنګه د ځوانانو لرې‌والی او د ټولنيزو شبکو ډېر استعمال دی.

بل لورته، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نور محمد حنيف پژواک ته وويل، د کتاب لوستنې نړيواله ورځ يې په همدې موخه ونمانځله چې ځوانان د کتاب مطالعې ته وهڅول شي.

دی وايي، د جلال اباد ښار عيدګاه جومات کې د ننګرهار په کچه ستر کتابتون هم په همدې موخه جوړ شوی چې ځوانانو ته په وړيا ډول د کتاب لوستنې زمينه برابره شي.

ننګرهار کې اوسمهال په سلګونو دولتي او نادولتي ښوونځی، لسګونه ښوونيز مرکزونه او پر يوه دولتي پوهنتون سربېره شپږ خصوصي پوهنتونونه هم شته دي؛ خو د دومره ډېرو ښوونيزو ادارو موجوديت هم پر دې نه دي توانيدلي چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ عام کړي.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.