ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د یوه سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

مزارشریف کې د یوه سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
4 Jun 2022 - 23:22
مزارشریف کې د یوه سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
4 Jun 2022 - 23:22

مزارشریف (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز او درمل پلورنې لوی مرکز د بنسټ ډبره په داسې حال کې چي د حکومت د مالیې سرپرست وزیر او د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو هم ګډون درلود، کېښودل شوه.

دغه لوی مرکز په څلورو پوړونو کې په معیاري ډول جوړېږي او ډېره برخه به یې درمل پلورنې ته ځانګړې وي.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د مالیاتو  ټولولو او په دې برخه کې د شفافیت په اړه یې خبرې کولې، وویل، په هېواد کې د سوداګریزو او اقتصادي مراکزو جوړول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

هغه وایي چې یاد مرکز به په ۲۴زره مټر مربع ځمکه او د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شي.

نوموړی دغه راز له افغان سوداکرو هم غواړي څو د افغانستان اقتصادي پرمختګ په موخه کور دننه پانګونې وکړي او ډاډ ورکوي چې حکومت به یې د ملاتړ په برخه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

بلخوا د روغتیا برخې مسوولین هم د اقتصادي پرمختګ، په ځانګړې توګه د روغتیا برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي او وایي چې هر کال له بهره افغانستان ته د نږدې اته سوه میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارديږي.

د افغانستان د درملو او خوراکي توکو ملي ادارې مرستیال خلیل الرحمن مهمند هېواد ته د قاچاقي درملو وارداتو، د معیاري ګودامونو نه شتون او د درملو د لېږد ترانسپورټي وسایطو نشتون د روغتیا په برخه کې له مهمو ننګونو یادوي.

د بلخ عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا هم د روغتیا په برخه کې د ستونزو او ننګونو په اړه وايي چې هېواد ته هر کال د اته سوه میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارديږي او هر کال ۳۵ میلیونه لېټره سېروم استفاده کېږي چې د تولید ټول امکانات یې د هېواد دننه برابرېدای شي.

نوموړی زیاتوي چې په هېواد کې پر اوبو سربېره سودیم او ټول هغه خام مواد چې په سېروم او نورو درملو کې کارول کېږي، شته چې د حکومت او ملي سوداګرو په مرسته د هېواد دغه تشه پرې ډکېدای شي.

مصطفی مهمند چې د دغه لوی مرکز جوړولو تړون ورسره شوی، وایي چې د دغه مرکز قرارداد د ۱۵ کلونو لپاره په ګډه د مالیې له وزارت سره شوی او د یونیم کال په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي چې په دغه مرکز کې به د مالیې وزارت اړوند یو دولتي مېلمستون او د درملو د پلور ۳۶۰ هټۍ جوړې شي.

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.