منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د یوناما مشرې د افغانستان بانکي سکتور د ودې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

د افغانستان بانک وایي، د یونما مشرې د دغه بانک له رئیس سره په لېدنه کې د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په نیمروز کې یوې ښځې په اووه زره افغانیو د خوږو پخولو یوه کارګاه جوړه کړې

یوه مېرمن چې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې په اووه زره افغانیو د خوږو پخولو یوه کارګاه جوړه کړې، وایي، دمګړۍ لس نورې ښځې ورسره کار کوي او که ملاتړ یې وشي، راتلونکي کې به ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

غړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ‏له کتاب‌پلورنځيو د ټول کړو ممنوعه کتابونو بديل ورکوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له کتاب‌پلورنځیو له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې شاوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول شوي او د دې په بدل کې به کتاب‌پلورونکو او خپرندويو ټولنو ته قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ورکړل شي.

غړي

کابینې د مالیې وزارت د دویمې ربعې د غیرمالیاتي عوایدو راپور تایید کړ

کابینې د مالیې وزارت د دویمې ربعې غیرمالیاتي عوایدو راپور تایید کړی او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د پراختیایي بودجې د لګښت په اړه د دغه راپور وړاندیزونه په پام کې ونیسي.

غړي

دوو ایراني او افغان شرکتونو له غزني تر کندهاره د سب‌سټېشنونو پر جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوو ایراني او افغاني شرکتونو مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له غزني تر کندهاره د پنځو سب‌سټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  

کابل ښار کې یوه سوداګره فرشته هاشمي چې د ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونه یې د لاسي صنایعو برخه کې کاروبار پیل کړی او اوس یې ۷۰۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، هغه ښځې چې بېکاره دي، هم کولای شي په پنځه‌ زره افغانیو کوچني کاروبارونه پیل کړي.

نور راپورونه