Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې ټیټې شوې

کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې ټیټې شوې

author avatar
26 Oct 2024 - 13:59
کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې ټیټې شوې
author avatar
26 Oct 2024 - 13:59

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او بورې بیې ټیټې ‎شوې خو د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت بېرته یو څه لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۷ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۵ اعشاریه ۶۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېدې.

د حاجي محمدحسن په خبره، د مرکزي بانک له لوري له بازاره د ډالر اخیستو له امله د افغانۍ پر وړاندې د هغه ارزښت یو څه لوړ شوی دی.

د لومړینو خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، ‎د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۰۰ نه ۱۴۵۰افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۵۰ نه ۲۳۵۰ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل، هېواد ته د دغو توکو د وارداتو ډېرېدو او د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت لوړېدو له امله د کابل په بازارونو کې د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.

صافي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ‎۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۹ افغانۍ ده او یو لېتر ډېزل په ۶۱ افغانۍ پلورل کېږي.‎

دغه راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمد‌شریف وایي، نن هم د اوو ورځې مخکې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۴۸ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن هم لکه ‎تېره شنبې ‎ یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۷۵۰ افغانۍ ‎او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۷۵۰ افغانیو پلوري.‎‎

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.