د مالیې وزارت: له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شو
د مالیې وزارت وایي، د ریاستالوزارء د حکم پر بنسټ له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شوی دی.
د مالیې وزارت وایي، د ریاستالوزارء د حکم پر بنسټ له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له یوه قراردادي شرکت سره یې کابل ته ډبرو سکرو د پلور او انتقال هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ښار په ځانګړو شوو سیمو کې یو ټن د ډبرو سکاره په نهه زره افغاني وپلورل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو له لوري د شاوخوا اووه میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه…
په شمال زون کې د افغانستان بانک مسوولین وایي چې له نن وروسته په ټولو شمالي ولایتونو کې د کاغذي یوګون، دوهګون او پنځهګون بانکنوټونه د چلښت وړ دي.
په خوست کې د لاسي صنايعو جوړوونکي او کاروباريان وايي چې د تولید کچه يې لوړ ده خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نشته دی.
ننګرهار ولايت کې د چرګانو د توليد او روزنې د فارمونو مسوولين وايي، د پخوا په نسبت يې توليدات ډېر شوي چې ورسره له پاکستانه د چرګانو وارداتو مخه نیول شوې ده.
د افغانستان بانک په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۱۲ میلیون ډالر لیلام کړي او په دې موده کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۱۱.۴ سلنه لوړ شوې، خو د لومړنیو توکو بیې په منځنۍ کچه دوه سلنه ټیټې شوې دي.
دایکنډي کې یو شمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت بادام چې د هېواد په کچه تر ټولو مشهور دي، سږ کال یې د پلور بازار د پام وړ پیکه شوی دی. ځايي مسوولین د بادامو…
پکتیا کې د چیني سوداګرو درې کسیزې ډلې له افغان سوداګرو سره د جلغوزیو پر صادراتو خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک سبا (د تلې ۱۱مه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
کونړ کې د یو شمېر دولتي او شخصي ادارو کارکوونکي وايي، له څو ورځو راهیسې بانکونو ته د معاش اخیستو په موخه ورځي خو پیسې نه ورکول کېږي.
د تېرو درېیو اونیو په نسبت نن د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت نږدې پنځه سلنه ټیټ شوی، د کابل شهزاده سرای صرفان یې لامل بازار ته د ډالرو وړاندې کولو ډېرېدل بولي.…
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره وایي، اسټرالیا له افغانستان سره د څه باندې ۵.۱ میلیون امریکایي ډالرمرسته کړې.
د مالیې وزارت وایي چې د کندز سپینزر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته استولي دي.
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر کارخونېلرونکي وايي چې د برېښنا کمښت او پرچاوۍ د تولیدي کارخونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د لومړي ځل لپاره په اسلامکلا بندر کې څه باندې لس زره ټنه وارداتي اوسپنه چې له معیارونو سره برابره نه وه، بېرته ایران ته ګرځول شوې ده. دې…
نن کابل ښار کې د ۷ ورځو په نسبت د هندې بورې، قزاقي اوړو، پاکستانۍ وریجو او سروزرو بیې ټیټې خو د نفتې توکو بیې لوړې شوې دي. د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي…
کندهار کې د اروپایي ټولنې په مرسته د سوداګریزو مشورو مرکز پرانیستل شو چې د کاروبار او سوداګرۍ برخو کې به سوداګرو او متشبثینو ته مشورې او روزنه ورکوي. دغه مرکز د اروپایي ټولنې په…
اقتصادي کمېسیون د کانونو د ساتنې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري جوړه شوې کړنلاره تایید کړې او دغه وزارت ته یې دنده سپارلې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره اختلافي…
یو شمېر چینایي صنعتکارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د ۱.۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د موبایل چارجرونو د تولید مشینري له خپل هېواده افغانستان ته راولېږدوي.
غزني کې سیمهییزو سوداګرو له حکومتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې د صنعتي پارکونو جوړولو او سوداګرو او صنعتکارانو ته د ځمکو ورکولو غوښتنه وکړه.
د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې په لویدیځو ولایتونو په تېره بیا هرات کې د متشبثو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی،…