ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرو درېیو اونیو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت نږدې ۵ سلنه ټیټ شوی

نن د تېرو درېیو اونیو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت نږدې ۵ سلنه ټیټ شوی

author avatar
1 Oct 2023 - 17:40
نن د تېرو درېیو اونیو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت نږدې ۵ سلنه ټیټ شوی
author avatar
1 Oct 2023 - 17:40

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): د تېرو درېیو اونیو په نسبت نن د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت نږدې پنځه سلنه ټیټ شوی، د کابل شهزاده سرای صرفان یې لامل بازار ته د ډالرو وړاندې کولو ډېرېدل بولي.

نن (د تلې ۹مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۶.۷۰ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې د روان کال د وږي په ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۰.۵۰ افغانۍ وه.

د یادونې ده، د روان کال په غبرګولي میاشت کې د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ وه، خو په چنګاښ میاشت د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کرار کرار مخ په لوړېدو شو. خو له چنګاښ میاشتې راهیسې افغانۍ په یو حالت کې نه ده، کله یې ارزښت لوړېږي او کله ټیټېږي.

د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت صرافۍ» مالک حاجي محمد‌حسین نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۶.۷۰ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.