کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د لومړي ځل لپاره په اسلامکلا بندر کې څه باندې لس زره ټنه وارداتي اوسپنه چې له معیارونو سره برابره نه وه، بېرته ایران ته ګرځول شوې ده.
دې ادارې نن پر اېکس پاڼه لیکلي، د سټنډرډ ملي ادارې په یوه بېسارې اقدام کې د اسلامکلا بندر کې څه باندې لس زره ټنه وارداتي اوسپنه چې له ملي معیارونو سره په ټکر کې وه، بېرته مسترد کړه.
سرچینې ویلي، په دې اوسپنه کې ګاډر، سي چینیل او انګلارن شامل دي چې د سټنډرډ ملي ادارې د مسلکي انجینرانو له خوا یې د لابراتواري ازموینې پایله منفي تایید شوه او بېرته مسترد کړای شوه.
سرچینې زیاته کړې، د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د ساختماني سکټور معیاري کولو ته ژمنه ده او د ساختماني موادو د کیفیت د ثبات او کنټرول برخه کې جدي او قاطعانه عمل کوي.
دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشقالله وزیري پژواک ته وویل چې دغه اوسپنه له ایرانه افغانستان ته وارد شوې وه چې بېکیفیته ثابت شوه او بېرته مسترد کړای شوه.
نوموړی زیاته کړه چې په لومړي ځل په دومره اندازه ساختماني توکي مستردېږي.
دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې له دې مخکې ایران هېواد ته بېکیفیته نفتي توکي هم بېرته ګرځولي دي.