کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی
د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټېدو ترڅنګ، د لومړینو خوراکي توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټېدو ترڅنګ، د لومړینو خوراکي توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي يو ميليون او ٣٣٣ زره لېتره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي. د سټنډرډ ملي…
د افغانستان مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو، په ځانګړي ډول اقتصادي، مالي او بانکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه ترکیې هېواد ته الوتنې پیل شوې.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر لاره چې په افغانستان کې له مزار څخه پیل او د پکتيا تر «خرلاڅې» بندر پورې رسېږي، هوکړه وکړه.
په سرپل کې د امو سیند حوزې قشقرې بلاک له څاګانو د نفتو اېستلو له پیل سره هممهاله، د دغه ولایت ځايي مسوولین وايي، تر راتلونکو درېیو کلونو به افغانستان د نفتي توکو تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو جذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه وکړه.
د هرات ښاروالۍ د روان کال په لومړۍ ربع کې د ۱۹۰ میلیون افغانیو راټولو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې دغه عواید باید پر پراختیايي پروژو ولګول شي.…
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملي تدارکاتو کمېسيون د یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې پروژې منظورې کړې. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند…
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د تېلو اته پمپونه چې د لېتر اندازه یې کمه کړې وه، تړل شوي دي.
اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې يې لسګونه هټۍوال چې په بهرنیو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله، نیولي دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۲۵ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «افغان ټرانس» پروژې په اړه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ.
هرات کې مچۍلرونکي او د شاتو تولیدوونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د بېکیفیته وارداتي شاتو د شتون او د خپلو محصولاتو بازار پیکهوالي په اړه اندېښمن دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ترکمنستانه وارد شوی لس ټانکره بېکیفیته ګاز یې د هرات له تورغوندۍ بندره بېرته یاد هېواد ته ګرځولی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۱ زره متریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی. د «احمدیار ګروپ»…
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار ویلي چې افغان پانګهوالو د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې او د ملي او نړۍوالو سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د لازمو اړیکو رامنځته کېدو په موخه کابل کې د امام ابوحنیفه د دویم ملي او نړۍوال نندارتونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۱ ټانکره بېکیفیته تېل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
په بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، اړوندې ادارې باید د بېکیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی او په بازار کې د تېلو له ټانکونو او پرچونپلورنځیو څارنه وکړي.
د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د روان په څلورو میاشتو کې د کندوز په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې…