منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سپین‌زر دولتي شرکت د روان کال څلورو میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۳۳ کتنې

 کندوز (پژواک، ۲۰ چنکاښ ۱۴۰۲): د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د روان په څلورو میاشتو کې د کندوز په سپین‌زر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبه‌دانه پروسس شوې چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.

د دغه شرکت مسوولین وایي، تولید شوي محلوج یا پنبه به د هېواد نورو تولیدي شرکتونو لکه د پلخمري نساجي، د بغلان بورې او افغان نساجي فابریکو په بیا فعالېدو کې وکارول شي.

د سپین‌زر دولتي شرکت د تخنیکي او تولیدي چارو امر محمدهارون محمدي وایي، په ۱۴۰۱ کال یې ۱۳۰۰ مټریک ټنه پنبه‌دانه پېرلې چې له ډلې یې زر مټریک ټنه پروسس شوې ده.

د هغه په خبره، له دې پنبه‌دانې نږدې ۴۰۰ مټریک ټنه محلوج ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، پروسس شوې محلوج له بسته‌بندۍ وروسته به نورو تولیدي شرکتونو، لکه د پلخمري نساجي، د بغلان بورې او افغان نساجي فابریکو ته ولېږدول شي او له هغو به د تارونو او رخت په تولید کې استفاده وشي.

هغه وایي: «ټاکل شوې چې موږ تولید شوي محلوج د هېواد تولیدي نساجیو، لکه د پلخمري نساجي ته ولېږدوو څو له هغه تار او سان تولید شي.»

په ورته وخت کې، یاد شرکت کې د پنبې د پروسس او بسته‌بندۍ د فعالیت په پیلېدو سره سلګونو خلکو ته په مستقیم او زرګونو خلکو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه شرکت یو کارمند عبدالله چې په یاد شرکت کې ورته د کار زمینه برابره شوې وایي: «موږ له دولته غواړو چې د دغه شرکت په څېر نور شرکتونه او فابریکې فعالې کړي څو هغه ځوانان چې له هېواده بهر دي، بېرته خپل هېواد ته راشي او کار وکړي.»

له بلې خوا، د کندوز سپین‌زر دولتي شرکت عملیاتي امر ناید فرخاري د یاد شرکت ټولو برخو فعالولو لپاره د کافي برېښنا نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي او له سرپرست حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۰ کلونو که څه هم  ډېرې مالي سرچینې موجودې وې خو د یادې فابریکې فعالولو لپاره هيڅ هڅه نه ده شوې؛ خو اوسني مسوولین د یاد شرکت د لسو برخو فعالېدو خبره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد