ژبه

د یو میلیارد افغانيو په ارزښت ۱۶ پروژې منظور شوې

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملي تدارکاتو کمېسيون د یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې پروژې منظورې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن دوشنبه د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

‏په دغه ټویټ کې ویل شوي، په یاده غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۱۶ پروژو قراردادونه منظور او د دوو وځنډول شول.

سرچینې ویلي، منظور شوې پروژې د ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت،‏ لوړو زده‌کړو وزارت، د افغانستان بانک، د افغانستان برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت اړوند دي.

login or register a new account.