تېره اونۍ، ځینو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه خو اسلامي امارت دا ادعاوې ناسمې وبللې، د یوناما مشرې ویلي، دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه اخلي که نه؟ خو کابل ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.