Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو

کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، اوای‌سي د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه وښوده، افغان چارواکو وویل چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا طرحه جوړېږي او یوناما د افغانستان د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي راتګ.
  • ا.ا: د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه طرحه جوړېږي.
  • د اسلامي همکاریو سازمان د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه ښودلې ده.
  • یونیسف: له پاکستانه هرو پنځو شړل شوو افغانانو کې یو یې ماشوم دی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
  • د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي.
  • د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه له راایستل شوو افغانانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
  • يوه چينايي شرکت افغانستان کې د موټرجوړولو برخه کې د ۵۰ میليون ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي وو.

تېره اونۍ، د غزني ولایت امنیتي چارواکو ویلي وو چې جاغوري ولسوالۍ کې د هغه کس جسد پیدا شوی چې یوه اونۍ مخکې نادرکه شوی و.

د تخار ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې دوو کسانو د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی د کورنۍ ستونزو له امله د چاقو په وسیله وژلی او یاد دوه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان ګډه ناسته

نن کابل کې په بهرنیو چارو وزرات کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته وشوه.

یوې باورې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دا ناسته د هغو موضوعاتو د تعقیب په موخه جوړه شوې وه چې په تېره موده کې پرې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیز مېکانېزم کې بحثونه شوي وو.

پخوا د درېیو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مېکانېزم پنځه غونډې په بېلابېلو هېوادونو کې دایرې شوې چې په کې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو د ګډ کار ژمنې شوې وې.

د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکاریو د پراختیا طرحه

تېره اونۍ د افغانستان د مالیې وزارت ویلي وو چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوې «معقولې طرحي» د جوړېدو په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ غونډه وشوه او په کې پرېکړه شوې څو له روسیې سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د بېلابېلو اړخونو او تګلارو د رابرسېره کولو په موخه معقوله او هر اړخیزه طرحه رامنځته شي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د موټر جوړولو يو چينايي شرکت افغانستان کې د موټرو جوړولو په برخه کې د ۵۰ میليون ډالر د پانګونې لېوالتیا ښودلې، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي له ایراني شرکتونو غوښتي څو د افغانستان د کانونو سکټور کې پانګونه وکړي او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان اقتصادي پرمختګ اړوند پروژو په اړه د خبرو په موخه، غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګه‌والو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.

افغان کډوال

دغه راز، تېره اونۍ کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمدسعید العیاش د افغانستان کډوالو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او له هغوی سره پر ناسم چلند اندېښنه وښوده او ویلي یې دي چې دغه سازمان به د کډوالو لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅه وکړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاسنیوي ته ځانګړی پام وکړي.

دغه راز، د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه د راایستل شوو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی د ایستلو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونيسف» ویلي چې له پاکستانه ایستل شوو افغانانو کې شاوخوا ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې ډېری یې له کورنۍ پرته ستانه شوي او د سرپناه، خوړو او زده‌کړو برخه کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.

د مطبوعاتو نړۍواله ورځ

تېره اونۍ، د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره وه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، اسلامي امارت د رسنیو ارزښت ته په کتلو سره له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په دې مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي او له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.