Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

کابل (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، درېیو هېوادونو له افغانستان سره نږدې ۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، افغان چارواکو قطر، ایران او اوزبېکستان ته سفرونه لرل او ملګرو ملتونو د یوې نظرپوښتنې له مخې وویل چې افغانستان کې بېلابېلو برخو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی، خو ا.ا دا څرګندونی بې‌بنسټه وبللې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغان چارواکو قطر، ایران او اوزبېکستان ته سفرونه وکړل.
  • عثماني له ځينو پاکستاني سوداګرو سره په لیدنه کې: سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاده جلا وي
  • حنفي: م.م دې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د غیراصولي ایستلو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي
  • یوناما: افغانستان ته د راستنو شوو کډوالو لپاره به مرستې دوام ومومي
  • د م.م نظرپوښتنه: بېلابېلو برخو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی؛ ا.ا: دا څرګندونې له واقعیتونو لرې دي
  • باکو کې د افغانستان په اړه د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون ناسته وشوه
  • سويډن، سوېلي کوریا او فرانسې له افغانستان سره نږدې ۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

تېره اونۍ، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي: «د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د پټلو اړوند پوسته کې د یوه اشپز له‌ خوا درې تنه مجاهدین په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپیان شوي دي.»

ځايي چارواکي وايي، د کونړ پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو محصل په چاقو وهل شوی چې وروسته یې ساه ورکړې، ناپېژاندو وسله‌والو بدخشان کې یوه مور او د هغې ځوان زوی او په بلخ کې یو شل کلن ځوان په ډزو وژلي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

قطر، ایران او اوزبېکستان ته د افغان پلاوو سفرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ.

د راپورونو له مخې، متقي د قطر د لومړي او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت له وزیرې مریم بنت علي المسند او د لوړو زده‌کړو له وزیرې لولوة الخاطر سره د قطر له لوري د افغان ولس پر ملاتړ، د بشري مرستو پر لا ښه مدیریت او  پر علمي او کلتوري همکاریو خبرې کړې دي. د قطر چارواکو بیا د افغان ولس پر ملاتړ او امنیت، ثبات، هوساینې او په افغانستان کې یوه مناسب ژوند ته د رسېدو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره هڅو ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی او هلته یې له بېلابېلو چارواکو او سوداګرو سره لیدلي دي.

په یادو ليدنو کې د بهرنیو پانګه‌والو د جلب، د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه راز، مولوي عثماني ایران کې له یو شمېر پاکستاني سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لورو ته اقتصادي زیان رسوي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه اوزبېکستان تللی و.

باکو کې د افغانستان په اړه د ۲۰ هېوادونو د استازو ناسته

تېره اونۍ، د اذربایجان په باکو ښار کې د افغانستان په اړه د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګدون د «افغانستان؛ د سیمې اتصال، امنیت او پراختیا» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه شوه.

د اذربایجان د دولتي امنیت ادارې رییس علي نقي‌اوف ویلي، د یاد کنفرانس یوه اصلي موخه د هغو ویجاړوونکو هڅو «تروریستي ډلو او ځواکونو» پر وړاندې د واحد دریځ وړاندې کول دي چې افغانستان کې کړکېچ رامنځته کوي. هغه ویلي وو چې افغانستان باید د نړۍوالو اړیکو په نظام کې خپل ځای پيدا کړي او په دغه هېواد کې سوله تضمین شي.

د نورو هېوادونو استازو هم په یاد کنفرانس کې هیله یې څرګنده کړې وه چې دغه ناسته به په دې برخه کې اړین فرصتونه رامنځته کړي او نړۍواله ټولنه به په افغانستان کې له دایمي ثبات څخه ملاتړ وکړي.

افغان کډوال

تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او د بېړنیو مرستو له همغږي‌کوونکي ټام فلیچر سره په لیدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ايستل د ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو خلاف کار دی.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي څو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

فلیچر ویلي، افغانان مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د مرستو رسولو کوښښ کوي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده سره په لیدنه کې ویلي وو چې دوی به افغانستان ته د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیاساتنې او نورو برخو کې مرستې رسوي.

د یوناما مشرې ویلي، د دې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ویلي، د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۴۴ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

بشري حقونه

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي‌کوونکي ټام فلیچر په کندهار کې د دغه ولایت له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې روغتیایي برخه د نړۍوالو مرستو بندېدو له امله سخته زیانمنه شوې ده.

هغه د دغو مرستو له بندوونکو غوښتي وو چې د دغو مرستو بندېدو د منفي اغېزو لیدو لپاره دې د کندهار د یاد روغتون په څېر روغتونونه وګوري.

ده ویلي وو چې د مرستو کمېدو له امله په تېرو څو میاشتو کې درې میلیونه خلک په افغانستان کې له روغتیایي خدماتو محروم شوي دي.

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې ویلي یې دي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زده‌کړو خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي چې فرهنګي او ټولنیز محدویتونه، ځينو برخو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت او اقتصادي ستونزو د ښځو ستونزې لا ډېرې کړې دي.

خو د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دغه تازه راپور په غبرګون کې دا څرګندونې له واقعیتونو لرې بللي او ټینګار یې کړی چې قوانین د شرعي اصولو پر بنسټ عملي کېږي.

د یاد وزارت ویاند، سیف‌السلام خیبر ویلي: «یاد راپور یوازې دا نه چې له واقعیتونو لرې دی، بلکې پر اسلامي ارزښتونو ښکاره تېری او زموږ د شریعت سپکاوی دی، موږ په کلکه دا هڅه غندو چې یو بهرنی سازمان د شریعت پر وړاندې دا ډول جرئت وکړي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، سويډن له افغانستان سره ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر، سوېلي کوریا یو میلیون امریکايي ډالر او فرانسې یو میلیون یورو مرستې اعلان کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.