Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي وو

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، یو شمېر پخوانیو بریتانوي سرتېرو افغانستان کې پر جنګي جرمونو اعتراف وکړ، افغان چارواکو د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، تاجیکستان او اوزبېکستان ته سفرونه وکړل او مسکو وویل چې کابل ورته سفیر معرفي کړی او دوی یې پر ارزونه لګیا دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم په پای کې دواړو هېوادونو پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
  • افغان پلاویو تاتارستان، اوزبېکستان او تاجیکستان ته سفرونه وکړل.
  • ضمیر کابلوف: ا.ا مسکو ته خپل سفیر معرفي کړی، ارزوو یې.
  • سهیل شاهین: فرانسه دې کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي.
  • ای‌او‌اېم: تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي.
  • افغانستان کې پر جنګي جنایتونو د بریتانیا د پخوانیو سرتېرو زړه‌بوږنوونکي اعترافونه.
  • د افغانستان، قزاقستان، تاجیکستان او پاکستان استازو د کاسا زر پروژې د چټکتیا په موخه پرېکړې وکړې.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله څلور کسان وژل شوي وو.

ځايي چارواکو ویلي چې تېره اونۍ، تخار کې يو سپين‌ږیری تر لفظې شخړې وروسته وژل شوی، فاریاب کې یوه لمسي خپل نېکه په ډزو وژلی او بادغیس کې د پخواني ماين چاودنه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

تاتارستان، اوزبېکستان او تاجیکستان ته د افغان پلاوو سفرونه

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د «کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه تاتارستان تللی.

د کازان یاد فورم د مې په ۱۳مه پیل شوی او تر ۱۸مې دوام کوي.

د راپورونو له مخې، ملا برادر د یاد فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره لیدلي او دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او دغه راز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګه‌والو پر پانګونې خبرې کړې دي. ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.

دغه راز، د یاد فورم په څنډه کې ملا عبدالغني برادر په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک سره د افغانستان – روسیې لومړنی سوداګریز فورم پرانیست.

د افغانستان – روسیې د یاد فورم پای کې د افغانستان او روسیې تر منځ په ترانسپورټ او ترانزیټ، سوداګرۍ پراختیا، نفت او ګازو، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلېکس جوړولو په برخو کې د همکاریو پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د راپورونو له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال تاتارستان کې د موردوویا له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري او بهرني پانګوال کولای شي پانګونه په‌کې وکړي.

تېره اونۍ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی تاجیکستان کې د کاسا زره پروژې په اړه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي: «د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې پای کې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د قزاقستان، تاجیکستان او پاکستان هېوادونو د برېښنا انرژۍ وزیرانو تر منځ د پروژې چارو چټکتیا په موخه یو شمېر پرېکړې او تصمیمونه لاسلیک شول چې له مخې به یې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه چټکتیا ومومي.»

دغه راز تېره اونۍ، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ یو پلاوی د اوزبېکستان د انرژۍ پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.

د راپورونو له مخې، دغه کنفرانس کې د انرژۍ برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د فرصتونو ارزولو، د سیمه‌ییزې انرژۍ د بازار پراختیا او شنې ټکنالوجۍ لېږد برخو کې د تجربو د تبادلې، په مرکزي اسیا کې د برېښنا او ګاز د لېږد پروژو کې ګډون، د نوې کېدو وړ له انرژۍ د ګټې اخیستنې او د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د ننګونو د حل لارو چارو په موخه جوړ شوی و.

د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا هڅې

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، اسلامي امارت یو ډیپلومات په مسکو کې د سفیر په توګه ورپېژندلی دی.

هغه ویلي، مسکو دا مهال د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د سفارت لپاره د وړاندیز شوي نوماند د اروزلو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین‌شو سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې یاد هېواد دې کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) ویلي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې (د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې) له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د روان کال د اپرېل په لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي افغانان د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.

دغه راز، د پاکستان د پارلمان منشي مختار احمد ویلي چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانستان کې د بریتانیا جنګي جنایتونه

تېره اونۍ، د بریتانیا یو شمېر مخکنیو سرتېرو په افغانستان او عراق کې پر جنګي جنایتونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، ځانګړو بریتانوي ځواکونو ملکي وګړي «د شپې په خوب کې» وژل او ان هغه ماشومان چې لا د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي، اعدامول یې، د اسیرانو وژنه یوه «عادي کړنه» ګرځېدلې وه او بریتانوي ځانګړو ځواکونو خلک تلاشي کول، ولچک کول یې او بیا یې ډزې پرې کولې، له هغه وروسته یې پلاستیکي ولچک پرې کاوه او د مړي ترڅنګ یې تومانچه اېښودله.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «دا یو واقعیت وو چې په افغانستان کې ټولو بهرنیو ښکېلاک‌ګرو ځواکونو بېلابېل جنګي جنایتونه ترسره کړي وو، تېر شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه هره ورځ د افغانانو په وژلو او شکنجه کولو بوخت وو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د دغو جرمونو قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت او ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.