Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان – روسیې لومړنی سوداګریز فورم پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نن د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړنی سوداګریز فورم پرانیست.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک نن د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړنی سوداګریز فورم پرانیست.

سرچینه زیاتوي، ملا برادر د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال وویل: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو پانګوالو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونه کړې او دا چاره په ښه ډول روانه ده.»

هغه زیاته کړې، د هېواد د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي.

د ریاست‌الوزراء قتصادي مرستیال دغه‌راز ویلي چې اسلامي امارت د زېربنايي پروژو پر پيل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي د سیمې او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر دغه‌راز ویلي: «اسلامي امارت چمتو دی چې له روسيې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه د سالنګ دویم تونل وباسي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې برادر په دې برخه کې د روسیې فدراسیون د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي یوځل بیا په شمال – جنوب دهلیز کې د افغانستان پر  ونډې اخیستو او همداراز د افغان – ټرانس پروژې پر پيل او تطبیق کې د روسیې فدراسیون پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ لېواله یو چې افغانستان د دې دهلیز په تقویت او په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک وویل، روسیه د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفداره ده او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت د ښه والی په لور روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سوله‌ییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي.»

ده ویلي: «روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.»

دی زیاتوي، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کېدو موافقتنامه لاسلیک شوې او هیله لري چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ نوي شرایط او له موجودو امکاناتو به د استفادې لپاره ښه زمینه برابره کړي.

په دغو مراسمو کې د روسیې د ګمرکونو مسوول ویلی چې د ځانګړو اسانتیاوو او په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ تخفیفونو په پام کې نیولو سره چمتو دي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي.

په غونډه کې د روسیې فدراسیون د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ کچې زیاتېدو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل: «په دې برخه کې د افغان – ټرانس پروژه ډېره مهمه ده، چې روسي او ازبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار کوي او هدف دا دی چې ژر یې عملي چارې پيل شي. په دې برخه کې اسلامي امارت له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.»

د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم په پرانیست‌غونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال وویل چې د موټر جوړولو تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي.

هغه ویلي: «تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ تړون له افغانستان سره لاسلیک کړي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دا ډول اقتصادي فورمونه مهم وبلل او  پر دوام یې ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.