کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د موردوویا له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري او بهرني پانګوال کولای شي پانګونه پهکې وکړي.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د موردوویا د ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف ترمنځ دغه لیدنه د کازان اقتصادي فورم د ۱۶ مې غونډې په څنډه کې شوې.
اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ملا عبدالغني برادر په یاده لیدنه کې ویلي چې د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه فرصت برابر کړ.
هغه زیاته کړې، افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري او بهرني پانګوال کولای شي پانګونه پهکې وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري، چمتو یو چې په دې برخو کې موردوویا جمهوریت ته صادرات پیل کړو، همدارنګه موږ لېواله یو چې له موردوویا څخه د برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو، صنعتي ماشین آلاتو، نفتي توکو، طبیعي ګاز او خام المونیمو، ریلي واګونو او ترانسپورټ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د کورني ضرورت د رفع کولو په موخه د اړتیا مطابق واردات ولرو.»
په خبرپاڼه راغلي، ملا برادر د موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د موردوویا ولسمشر یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيل او پراختیا لپاره فرصت بللی او ویلي یې دي چې موردوویايي پانګوال د افغانستان په مارکېټ کې کار کولو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې، هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او درملو تولید په برخو کې ښه پرمختګونه لري او چمتو دي چې په یادو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
نوموړي ویلي، موردوویا د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ډېرو هېوادونو ته صادرات لري، غواړي افغانستان ته یې هم پيل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې موردوویايي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هم په یاده لیدنه کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې له موردوویا سره په لویه کچه سوداګري پيل کړي.
هغه زیاته کړې، په دې برخه کې به د افغانستان مهم شرکتونه موردوویايي لوري ته د ګډ کار کولو په موخه ورمعرفي کړي.
د یادونې ده چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی وړمه ورځ «د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه تاتارستان ته تللی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP