کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، روسیې ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه وایست او په داسې حال کې د اسلاماباد پلاوی کابل ته راغی او له کابله یو پلاوی اسلاماباد ته ولاړ چې پاکستان په زور د افغان کډوالو ایستل پیل کړي او بېلابېلو لوریو پر دې چاره نیوکې کړې دي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د روسیې سترې محکمې ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه وایست.
- یوناما د قصاص پر پلي کولو نیوکې وکړې ا.ا: یوناما دې د اسلامي شریعت پر احکامو له نقده ځان وساتي.
- متقي: کابل او اسلاماباد باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي.
- ایاېفارسي: له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی کوي.
- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې له افغان کډوالو سره خواشینوونکی نامناسب چلند دې بدل شي.
- واشنګټن پوسټ: امریکایي وسلې په پاکستان کې د وسلهوالو لاس ته ورغلې؛ ا.ا: افغانستان کې امریکایي وسلې خوندي دي.
- ضمیر کابلوف: د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله یوولس کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، کاپیسا کې یوه تن د خپلې مېرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي او خپل ځان یې ټپي کړی، ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او په همدې ولایت کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی دی.
تېره اونۍ، کندهار کې درې تنه په ډزو وژل شوي او بدخشان کې د پخواني ماین چادونه کې درېيو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي وو او لس نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د روسیې له تور نوملړه د ا.ا د نوم ایستل
تېره اونۍ، د روسیې سترې محکمې هغه تصمیم ابلاغ کړ چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له نوملړه وایست.
د راپورونو له مخې، د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت پر فعالیتونه بندیز ځنډولی، څو له سرپرست حکومت سره د مسکو نورمالو اړیکو ته لار هواره شي. د روسیې د سترې محکمې یوه قاضي دغه پرېکړه د تړلو دروازو تر شا کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان او کابل کې د روسیې سفیر د دغه هېواد د سترې محکمې له خوا د ممنوعه ډلو له نوملړه د ا.ا ایستل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پرمختګ لپاره مهمه پرېکړه بللې ده.
دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د روسیې له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» نوم ایستل یو مهم ګام بللی او له روسیې سره د پراخو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته هیلهمن دی.
هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په اړه سمه پالیسي غوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.
له پاکستانه د افغان کډوالو رایستو په درشل کې د کابل او اسلاماباد د پلاوو تګ راتګ
تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق کابل ته راغلی و. هغه د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) په اوومه غونډه کې یې ګډون وکړ.
مولوي امیرخان متقي له محمد صادق سره په لیدنه کې ویلي، دواړه هېوادونه باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي او له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو پارونې لامل کېږي.
تېره اونۍ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړ.
د راپورونو له مخې، هغه له پاکستانيو چارواکو سره د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د ترانزیټي ستونزو هوارولو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره، هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او هلته له هغوی سره پر ناسم چلند خواشیني ښودلې او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
دغه راز، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کدوالۍ عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له ایران او پاکستانه غوښتي څو افغان کډوال په زور ونه باسي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په غبرګون کې د رامنځتهکېدونکو شرایطو په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل افغانستان کې بشري وضعیت لا ترینګلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن (د وري ۳۰مه) د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
پاکستان کې د وسلهوالو ډلو لاس ته د امریکایي وسلو لوېدل او په تړاو یې د ا.ا غبرګون
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره اونۍ راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ځینې امریکایي وسلې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) او نورو وسلهوالو لاس ته لوېدلي، په بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي او پلورل کېږي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یاد راپور ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې امریکایي وسلې خوندي دي، دغه وسلې له پخوا په تور بازار کې وې، دا په دې معنا نه ده چې هر څوک امریکایي وسلې ولري، هغه دې له افغانستانه ور رسېدلې وي.
هغه ویلي: «د پاکستان له لارې د کراچۍ او نورو بندرونو څخه د اشغالګرو ځواکونو اکمالات کېدل او لوژیستیکي کاروانونه په پاکستان کې راتېرېدل، دا په ځلونو پېښه شوې چې کانټیرونه مات شوي او د هغوی هغه وسلې او تجهیزات په پاکستان کې د وسلو تور بازار رسېدلې دي.»
فطرت زیاته کړې، افغانستان کې ټول نظامي مهمات او ټولې وسلې په خوندي او محفوظ شکل ډيپو شوي او د هر ډول قاچاق مخه یې نیول شوې ده.
د قصاص حکم پلي کېدل
وړمه اونۍ، د افغانستان سترې محکمې په غزني، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلی کړ.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې دغه کار د انساني کرامت خلاف وباله او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم وویل چې د مرګ سزا د ژوند د اساسي حق سره په ټکر کې ده او باید ودرول شي.
د افغانستان سترې محکمې په دې اړه د ملګرو ملتونو د یادې څانګې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګې دا څرګندونې چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف بللی، یو غیرمنصفانه او د تعجب وړ دریځ دی، دا کسان چې قصاص پرې تطبیق شو د بېګناه انسانانو قاتلین وو، د مظلمو کورنیو ژوند یې تباه کړی و او ټولنیز امنیت یې ګډوډ کړی و. دا زموږ دین، زموږ شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده، اسلام برحقه دین دی او موږ د هغه د تعمل مکلف یو، هیڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوناما څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی او باید تکرار نه شي.»
سرچینه وايي، دا چې یوناما د دغه الهي حکم د تعليق او لغو کولو غوښتنه کړې، اسلامي امارت دغه څرګندونې غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP