د بغلان والي او د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس وایي، له نړۍ سره سیالي او پرمختګ د عصري علومو په زدهکړې پورې تړلي او عصري او دیني زدهکړې باید سره بېلې نهشي.
اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.
د بغلان پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ټولو ۵۷۰ ښوونځیو له ډلې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې د دېوالونو او ونو سیورو ته زدهکړې کوي.