ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې کارګر ماشومان: حکومت دې موږ ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

کابل ښار کې کارګر ماشومان: حکومت دې موږ ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

author avatar
11 Apr 2023 - 15:02
کابل ښار کې کارګر ماشومان: حکومت دې موږ ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي
author avatar
11 Apr 2023 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې یو شمېر کارګر ماشومان چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر شاقه کارونو بوخت دي، له مسوولینو غواړي چې د زده‌کړې او تعلیم زمینه ورته برابره کړي.

په افغانستان کې د څلور لسیزې ډېرې جګړې له امله د هېواد ډېر خلک له بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او په ځینو کورنیو کې ان ماشومان هم اړ شوي چې د خپلو کورنیو لګښتونو پوره کولو لپاره کار وکړي.

نهه کلن امین یو له هغه لسګونو ماشومانو څخه دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره ښوونځي ته د تګ پر ځای اړ دی چې د کابل ښار په واټونو کې کار وکړي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل، د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې ښوونځي ته ولاړ شي او اړ دی چې د خپلې اووه کسېزې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره له پلار سره همکاري وکړي.

د هغه پلار د کابل ښار په منډوي بازار کې لاسي کراچۍ لري او د هغو توکو په انتقال سره چې خلکو اخیستي، یو څه پيسې لاسته راوړي.

امین چې د کابل ښار د ده‌افغانانو اوسېدونکی دی، هره ورځ له سهاره تر ماښامه د دې سیمې په یوه پیاده‌رو کې بوټان رنګوي.

هغه چې په لاس کې یې تور بکس دی او خپل مقصد ته د رسېدو لپاره باید اوږد مزل وکړي زیاتوي: «د ورځې له ۱۰ تر ۵۰ افغانۍ د بوټانو له رنګ کولو لاس ته رواړم او په دې پيسو پرته له یو څو ډوډۍ نور څه نشم اخیستی.»

هغه وايي، ښوونځي ته د تګ ډېره لېوالتیا لري او غواړي چې د نورو ماشومانو په څېر زده‌کړې وکړي او ښه راتلونکی ولري څو نور داسې درانه کارونه و نه کړي؛ خو د ژوند ستونزو یې د دې هیلې پوره کېدو مخه نیولې ده.

امین چي تر اوسه لیک او لوست نه شي کولی وویل: «هیله لرم داسې ورځ راشي چې نور کار ونه کړم او پر ځای یې ښوونځي ته لاړ شم، درس ووایم او ښه راتلونکی ولرم.»

دا یوازې امین نه دی چې بې‌وزلۍ او ناچارۍ درنو کارونو ته اړ کړی او همدا یې له ښوونځي د بې‌برخې کېدو لامل شوی، بلکې ۱۲ کلن محمدنور بل ماشوم دی چې د کابل ښار له سړکونو د نوشابو اوسپنیزو قطیو په راټولولو او د هغو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوي.

محمدنور د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره له سهاره تر ماښامه د کابل ښار له واټونو پلاستیکي بوتلونه ټولوي، څو د هغو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

هغه چې د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې یې له یوې کثافت‌دانۍ د نوشابو تشې قوطۍ راټولولې وویل: «په کور کې لس کسان یو، پلار مې څو کاله مخکې د ناروغۍ له امله مړ شو او د کورنۍ یوازینی سرپرست زه یم، نور وروڼه او خویندې مې کوچنیان دي.»

محمدنور هره ورځ د نوشابو لسګونه تشې قوطۍ د ښار له واټونو راټولوي او پلوري یې چې په پیسو یې لږه بوره او وچه ‌ډوډۍ اخلي.

د هغه په خبره، ځینې ورځې یې چې چانس ښه وي نو ډېرې قوطۍ راټولوي او خوشحاله کور ته ستنېږي، خو داسې ورځې هم شته چې د پلور لپاره هېڅ شی هم نه شي پیدا کولای.

هغه وویل، په روژې میاشت کې هڅه کوي چې ډېر بوتلونه ټول کړي څو له خرڅلاوه یې زیاتې پیسې ترلاسه کړي او خپلې مور او خور ته یې چې روژه یې نیولې وي، د خوراک لپاره یو څه یوسي او روژه پرې ماته کړي.

محمدنور چې د پلار نشتوالي درد ستونی ور ډک کړی، وې ویل: «که پلار مې ژوندی وای نو اړ به نه وم چې کار وکړم او د هغه په ځای مې کولای شوای ښوونځي ته لاړ شم او درس ووایم، له دې نه چې د یوه بوتل او قوطي پسې سرګردانه واوسم.»

هغه له حکومته غواړي چې  دی او دده په څېر نورو ماشومانو ته د درس او زده‌کړو زمینه برابره کړي.

بې‌وزلۍ او بې‌چاره‌ګۍ نه یوازې ماشومان بلکې ماشومانې هم درنو کارونو ته اړ کړې دي.

نهه کلنه زهرا له زړو جامو او چاودو لاسونو سره یوې او بلې خوا ته منډې وهي څو پر پلیو لارو او سړکونو تلونکو خلکو باندې پلاستیک وپلوري.

د زهرا پلار فلج دی او کار نه شي کولی، هغه مجبوره ده چې له خپل ۱۵ کلن ورور سره د اووه کسیزې کورنۍ د لګښت پوره کولو لپاره د ښار په سړکونو کې پلاستیکي کڅوړې وپلوري.

هغه وایي: «پلار مې فلج دی او کار نه شي کولی، په همدې خاطر زه او مشر ورور مې کار کوو څو د کور خرڅ او د پلار د درملو پیسې پیدا کړو.»

د زهرا او د هغې د ورور ورځنی عاید څه باندي ۱۵۰ افغانیو ته رسېږي.

هغه له حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې له بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وکړي څو ماشومان یې زده‌کړو ته مخه کړي او له نامعلوم راتلونکي وژغورل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عامه اړیکو امر محمدیونس صدیقي د ماشومانو د دې غوښتنې په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، دغه وزارت د کارګرو ماشومانو راټولولو او ورته د زده‌کړو زمینې برابرولو پروګرام لري.

هغه زیاته کړه، په تېرو نږدې دوو کلونو کې یې له کابل ښاره ۱۳۳۹۲ کارګر او سوالګر ماشومان ټول کړي چې له دې ډلې ۴۶۲۱ یې وړ پېژندل شوي چې مرسته ورسره کېږي او ۷۱ نور یې د والدینو نه لرلو له امله روزنتون ته ورپېژندل شوي دي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.