ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې ریاست: لغمان کې ۱۰۴ تعلیمي مرکزونه ودانۍ نه لري

پوهنې ریاست: لغمان کې ۱۰۴ تعلیمي مرکزونه ودانۍ نه لري

author avatar
21 Apr 2023 - 14:01
پوهنې ریاست: لغمان کې ۱۰۴ تعلیمي مرکزونه ودانۍ نه لري
author avatar
21 Apr 2023 - 14:01

مهترلام (پژواک، ۱ غويي  ۱۴۰۲): د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۸۸ ښوونځي، ۱۳ دیني مدرسې او د دارالمعلمین درې څانګې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

د مسوولینو په وینا، ۱۶۹ ښوونځي د احاطې دېوالونه نه لري.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه‌جهان ساجد پژواک خبري اژانس  ته ويل: «دلته ۲۷۷ دولتي ښوونځي فعال دي چې له دې جملې ۸۸ ښوونځي، ۱۳ دیني مدرسې او د دالمعلمین درې څانګې ودانۍ نه لري، دغه‌راز ۱۶۹ ښوونځي د احاطې دېوالونه نه لري.»

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال هغه ښوونیز مرکزونه چې ودانۍ نه لري، په جوماتونو، خېمو یا د ونو تر سیورو لاندې فعالیت کوي.

ساجد همداراز وویل چې په لغمان ولایت کې نږدې دوه زره نوو ښوونکو ته هم اړتیا ده.

هغه وویل: «په لغمان کې ۱۹۵۷ تنه نوو ښوونکو ته اړتیا لرو چې د ازاد رقابت له لارې مقرر شي، له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو شته ستونزې مو حل شي.»

د نوموړي په وینا، یادې ستونزې يې له پوهنې وزارت سره شریکې کړې او د حل لپاره يې ډاډ ورکړل شوی دی.

د هغو ښوونځيو چې ودانۍ نه لري یو شمېر زده‌کوونکي له حکومته غواړي چې د دوی ستونزې دې حل کړي.

د بادپښ ولسوالۍ اړوند د اندروړ لېسې زده‌کوونکي سمیع‌الله پژواک ته وویل: «زموږ ښوونځی ودانۍ نه لري او ۵۶۰ زده‌کوونکي لري چې ټول تر شنه اسمان لاندې په وچ ډاګ کې په سره ګرمۍ او سوړ ژمي کې زده‌کړې کوي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې د دوی ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه کړي، څو د زده‌کړو پر مهال له لمر او بارانونو خوندي وي.

د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د پوهین منځني ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکی محبوب‌الله وايي: «کلونه وشول چې موږ د کلي په جامع مسجد کې زده‌کړې کوو، خو اکثره وخت د پرله‌پسې اورښتونو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کېږو، له دولت څخه مو غوښتنه ده چې موږ ته د ودانۍ ترڅنګ د ښوونځي اړوند نور سهولیتونه برابر کړي.»

د لغمان یو شمېر قومي مشران او مدني فعالان هم له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې دې د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.

په لغمان کې د روښان خصوصي پوهنتون استاد مراد منلي پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت مکلف دی چې خپلو وګړو ته د تعلیم په برخه کې مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا: «په تېرو شلو کلونو کې په لغمان ولایت کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي، په مرکز او لرو پرتو سیمو کې د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال نه دی برابر شوی، له اوسني دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې یاده ستونزه هر څومره ژر چې کېدای شي د حل لار ورته پیدا کړي.»

د قرغیو ولسوالۍ اړوند قلعه‌ټکې سیمې یوه قومي مشر ملک عبدالقدیر وویل، د دوی په سیمه کې د سلطان ويس بابا په نوم ښوونځی شته، خو ودانۍ نه لري.

هغه زیاته کړه: «خلکو پیسې راټولې کړې او د سلطان ویس بابا ښوونځي زده‌کوونکو لپاره مو له لرګیو څپرې جوړې کړې، څو د اوړي له ګرمیو وساتل شي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دوی ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه او د ماشومانو ستونزې دې حل کړي.

همداراز، د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګره سیمې اوسېدونکی عبیدالله نیازی وایي: «په تېرو کلونو کې په ټول لغمان کې د جنګونو له امله د پوهنې د پرمختګ لپاره مناسب کار نه دی شوی، نو اوسنی حکومت باید د پوهنې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.»

په همدې حال کې، دیني عالم مولوي ابوبکر عزیزي وايي، علم په اسلام کې ځانګړی مقام او ارزښت لري او حکومتونه باید ښوونیزو مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: «د علم زده‌کړه پر نر او ښځې فرض ده او په لغمان ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ تعلیمي مرکزونه ودانۍ نه لري، دولت دې باید دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي او زده‌کوونکو ته دې ټول سهولیتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.»

د لغمان د مرکز اړوند چهاردهي سیمې یوه ټولنیز فعال انجینر احمد ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ټولنه هغه وخت د پرمختګ تر درشله رسېدای شي چې نجونې او هلکان یې د سواد پر ګاڼه سمبال وي، او زده‌کړیز چاپېریال یې له هر ډول ننګونو څخه په امن کې وي.

نوموړي زیاته کړه: «د تعلیم په برکت سره انسانان د خپل ښه او بد د پېژندلو ترڅنګ، د راتلونکو نسلونو لپاره منظم پلان جوړولی شي او له سیالانو سره د سیال کېدو زمینه برابرېږي.»

د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنست، په لغمان ولایت کې ټولټال ۲۷۷ ښوونځي شته چې پکې ۲۲۸ زره ۹۴۳ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرو جګړو له امله د نورو برخو ترڅنګ، ښوونیز سکټور هم زیانمن شوی دی.

که څه هم اوس په هېواد کې جګړه ختمه شوې او سرپرست حکومت د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړې، خو ښايي کلونه وخت ته اړتیا وي چې دغه سکټور له نړۍ او ګاونډيو هېوادونو سره د سیالۍ وړ وګرځي.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.