ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي ښوونځیو اتحادیه: په کابل کې څه باندې دوو کلونو کې ٢٤٠ ښوونځي تړل شوي

د خصوصي ښوونځیو اتحادیه: په کابل کې څه باندې دوو کلونو کې ٢٤٠ ښوونځي تړل شوي

author avatar
12 Apr 2023 - 14:01
د خصوصي ښوونځیو اتحادیه: په کابل کې څه باندې دوو کلونو کې ٢٤٠ ښوونځي تړل شوي
author avatar
12 Apr 2023 - 14:01

کابل (پژواک، ٢٣ وری ۱۴۰۲): د کابل د خصوصي ښوونځیو اتحادیه وایي، له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په کابل کې د ۱۳۰۰ ښوونځیو له ډلې ٢٤٠ یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه په کابل کې د خصوصي ښوونځيو اتحاديې رییس اسلام‌الدین یارمل پژواک ته وویل، مخکې په کابل کې شاوخوا ۱۳۰۰ خصوصي ښوونځيو فعاليت درلود خو په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله له ۲۳۰ تر ۲۵۰ پورې تړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو ښوونځيو له ډلې يو شمېر يې د کرونا ويروس او نور يې بيا د سياسي تحول له امله تړل شوي دي.

هغه وویل: «که یو ابتدایه ښوونځی وتړل شي، ۱۵ ښوونکي بېکاره کېږي، که متوسطه وتړل شي ۲۰ ښوونکي بېکاره کېږي او که لېسه وتړل شي ۲۵ ښوونکي بېکاره کېږي.»

هغه وایي، د یادو ښوونځیو په تړل کېدو سره څه باندې ۴۶۰۰ ښوونکي وزګار شوي دي.

یارمل زیاته کړه: «د والدینو اقتصادي ستونزې دومره ډېرې شوې چې اوس غواړي هغه نجونې او هلکان چې له لومړي ټولګي تر شپږم پورې په زده‌کړو بوخت دي، هغوی هم له مکتبه وباسي.»

هغه له نړۍوالو موسسو غوښتنه وکړه چې له خصوصي ښوونځیو سره همکاري وکړي څو په هېواد کې د نورو خصوصي ښوونځيو تړل کېدو مخه ونیول شي.

دغه راز په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر شاه‌محمود احمدي پژواک ته وویل چې د خلکو اقتصادي ستونزو له امله په کابل کې د ډېرو خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي له ۲۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کم شوي دي.

نوموړی وایي، که څه هم خصوصي ښوونځیو زده‎کوونکو ته په فیسونو کې تخفیف ورکړى خو بیا هم ځینې کورنۍ نه شي کولای خپل اولادونه دغو ښوونځيو ته ولېږي.

دغه راز په کابل کې د اعتماد خصوصي ښوونځي يوه زده‌کوونکي محمداسرار پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دوى په ښوونځي کې د زده‎کوونکو شمېر کم دى خو هغه يې د لامل په اړه معلومات نه درلودل.

د پوهنې وزارت مطبوعاتي مسوولينو په دې اړه د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

خو د روان کال د مارچ میاشتې په شپږمه نېټه د ریاست‎الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع خادم د خصوصي ښوونځیو ټولنې له رییس او غړو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د خصوصي ښوونځیو رییس محمدعظیم میدانوال او د دې اتحادیې غړو د خصوصي ښوونځیو په مقرره کې د اصلاحاتو راوستو، د جواز دایمي کولو، د متعددو جوازونو له منځه وړلو، بانکي تضمین لغوه کولو او د مالیې ټيټولو غوښتنې وکړې.

دغه راز په دې ناسته کې ملا عبدالواسع خادم د خصوصي ښوونځیو ټولنې ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د امکاناتو په چوکاټ کې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د یادونې ده، د وري په ۱۰مه د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې مسوولينو هم پژواک ته ویلي وو چې په هېواد کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که وضعيت دغه ډول دوام ولري، نو احتمال شته چې ډېر شمېر دغه پوهنتونونه به وتړل شي.

Visits: 96

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.