منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

کابل ښار له امنیتي کامرو څنګه څارل کېږي؟

د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې یې شاوخوا ۸۵ زره امنیتي کامرې لګولې چې د جرمونو د مخنیوي او امنیت ټینګښت برخو کې ترې ګټه اخلي؛ ښاریان بیا که څه هم دغه کار ستايي خو وايي چې د خلکو خصوصي حریم باید خوندي وي.

د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د بدخشان د لسو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، لازمو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره اړ دي څو په سختو لارو اوږد مزل وکړي چې له امله یې ځیني وخت ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

اروزګان کې د څلورو معلولو اولادونو یوه مور د ژوند له سختیو او اقتصادي ستونزو کړېږي

اروزګان کې د ګل‌پري په نوم یوه بېوزلې مور چې د څلورو معلولو اولادونو سرپرستي ور له غاړې ده، د ژوند سختیو او اقتصادي ستونزو دومره ناتوانه کړې چې وايي، نور د اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او له خدایه مرګ غواړي.

ډاکټران: د نجونو او مېندوارو ښځو د وینې کمښت ستونزې ته باید جدي پاملرنه وشي

روغتیايي متخصصین وايي، په بدن کې د وینې کمښت د نجونو او مېندوارو ښځو پر روغتیا جدي اغېزې درلودلای شي او کله چې د وینې کموالي نښې لکه ګنګسیت، د رنګ الوتل، د زړه ضربان او کم‌خوبي ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

د نیمروز امنیه قومانداني: تېره میاشت ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور ۳۵۰ کسان نیول شوي

نیمروز کې مسوولین په داسې حال کې په تېره میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د ۳۵۰ کسانو نیول کېدو خبر ورکوي چې یو شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو دغه هېواد ته تللي، ترخې کیسې لري او وايي چې باید د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیول شي.

یو درملنه شوی روږدی: د نشې پرېښودل ناشوني نه دي؛ که قاطع تصمیم وي هر روږدی یې پرېښودلای شي

۳۲ کلن زکریا چې د خپل عمر څه باندې لس کاله یې په نشو کې تېر کړي او اوس روغ شوی وايي، ټول فکر کوي چې د نشې پرېښودل ناشوني دي، خو داسې نه ده، که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي ان پرته له بستر کېدو یې پرېږدي.

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي خپلو سیمو ته د دولتي برېښنا د لېږد غوښتنه کوي

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي په ژمي کې د برېښنا کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او خپلو سیمو ته د دولتي برېښنا د لېږد غوښتنه کوي خو مسوولین بیا وایي چې درې، ابشار او حصه اول ولسوالیو ته به معیاري برېښنا ونښلول شي.

بامیان کې د چاپېریال‌ساتنې برخې کارپوهان: د پلاستیکي کثافاتو زیاتوالی چاپېریال او د انسانانو روغتیا ګواښي

بامیان کې د چاپېریال‌ساتنې برخې یو شمېر فعالان په دغه ولایت کې د پلاستیکي کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د پلاستیکي کڅوړو ځای دې تکه‌یي کڅوړې ونیسي، زیاتوي چې دغه کار کولای شي د چاپېریال خوندیتوب کې مهم رول ولري.

د تخار د هزار سموچ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د بازار له نشتوالي شکایت کوي

د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مناسب بازار نشتون له امله خلک اړ دي څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دغه ولایت مرکز تالقان ښار ته سفر وکړي.

سږ کال تر اوسه هېواد کې ۲،۴ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي او وايي، که بهرني تمویل کوونکي پیدا کړي نو د الکترونیکي تذکرو بیه به ټیټه شي.

ډاکټران: د غوږونو درد خپل‌سرې درملنه خطرناکه ده

د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د غوږونو درد د پیاز په اوبو، ګرمو غوړیو او نورو دودیزو لارو درملنه کوي، خو ډاکټران دغه کار خطرناک بولي او سپارښتنه کوي چې د غوږونه د درد پر مهال باید روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.

د جسد پېژندنه کې تېروتنه؛ حیات‌الله ژوندی کور ته راستون شو، کورنۍ یې د بل سړي مړی ښخ کړی

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یوې کورنۍ د یوه کس جسد چې د خپلې کورنۍ د غړي ګومان یې پرې کړی و، خاورو ته سپارلی، خو څو ورځې وروسته هغه کس چې ګومان کېده مړ شوی، ژوندی کور ته راغی او خلک یې حیران کړل.

نور راپورونه