بایسکل چلول؛ د روغتیا پر لور ګام، سپما او د هوا ککړتیا کمېدل
کارپوهان د بایسکل چلولو فرهنګ دودول اړین بولي او وايي چې د تګ راتګ لپاره له بایسکل څخه ډېر کار اخیستل د هوا د ککړتیا کمېدو سربېره د کورنیو په روغتیا او اقتصاد کې هم ډېر مهم رول لري.
کارپوهان د بایسکل چلولو فرهنګ دودول اړین بولي او وايي چې د تګ راتګ لپاره له بایسکل څخه ډېر کار اخیستل د هوا د ککړتیا کمېدو سربېره د کورنیو په روغتیا او اقتصاد کې هم ډېر مهم رول لري.
د خوست په ټنيو ولسوالۍ کې یو کروندګر وايي چې د لومړي ځل لپاره یې شین چای کرلی او پایله یې هم تر ډېره مثبته ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر حلبيسازان وايي چې د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د پام وړ کمښت اندېښمن کړي او وايي چې وچکالي او د اوبو کمښت کرنې ته زیان اړولی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
د ټولګټو وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴،۳ میلیون مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایته بهر ته د پستې صادرات ډېر شوي او په تېرو نهو میاشتو کې یې د صادراتو ارزښت ۲۴،۶ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي.
میدانوردګو کې سږ کال ۱۵۰ زره ټنه مڼې تولید شوې؛ د دغو مڼو لس سلنه بهر ته صادرې شوې خو یوازې د یو سلنه لپاره یې معیاري سړې خونې شته؛ بڼوال شکایت کوي چې ډېرې مڼې یې یا خرابېږي او یا يې هم په داسې ارزانه بیه پلوري چې لګښتونه یې نه شي پوره کولای.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
د ا.ا د یوې موثقې سرچینې معلوماتو له مخې، په حکومت کې د ښځينه کارکوونکو ټول شمېر ۸۶ زره او ۴۹ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۷۶ یې بالمقطع او ۷۹۵۱۹ رسمي او برحاله کارکوونکې دي او ۶۳۵۴ نورې کارکوونکې په کورونو کې خپل معاش ترلاسه کوي.
د کمال خان بند اوبو له خوشې کېدو وروسته د دغه ولایت کروندګر خوښ دي او هیله څرګندوي چې راروان کال کې به یې کښت ښه او حاصلات ډېر وي.
په هغه راپور کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په واک کې ورکړل شوی راغلي چې د پاکټي چای ځینو کڅوړو کې له نیلون او پروپیلن پلاستیکي موادو استفاده شوې چې د استفادهکوونکو روغتیا او چاپېریال ته د زیان لامل کېږي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
د بلخ اوسېدونکي او لرغونپوهان وایي چې د دغه ولایت لرغوني اثار په کانټینرونو کې ساتل کېږي او له حکومته غوښتنه کوي چې د خوندیتوب په موخه دې ورته معیاري او مجهز موزیم جوړ کړي.
د هېواد د پاراتکواندو ملي لوبډلې ورزشکار عليسجاد چې په څلورو هېوادونو کې یې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی او دغو سیالیو کې یې بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي وایي، معلولیت محرومیت نه دی، هر څوک چې په هره برخه کې اراده او هڅه وکړي، قطعاً بریالی کېږي.
سرپل کې یو شمېر ورزشکاران د ورزش معیاري میدانونو، مناسبو تجهیزاتو او مالي ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي او د هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته غواړي چې د دغو ستونزو هواري لپاره اقدام وکړي.
د پکتيکا د شکین ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، پاکو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د حلقوي سړک او د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.
غور کې د لاسي صنایعو تولیدونکي یو شمېر ښځې چې ورته د کاروبار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي خو له اسلامي امارته غواړي چې د کاروبار پراختیا لپاره یې د دوی ملاتړ وکړي.
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
فاریاب کې یو شمېر ممیز پلورونکي او بڼوال وایي چې په لاسي او ډیجیټلي تلو کې د وزن توپیر په سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې او دغه تفاوتونه د دوی د مالي زیان لامل شوي دي.
نیمروز کې یو شمېر بېسرپرسته او بېوزلي ماشومان چې له کثافاتو د توکو ټولولو له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د هوا له سړېدو سره یو شمېر کابل ښاریان په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو شکایت کوي، بلخوا ډاکټران د حفظالصحې رعایتول، د مور په شېدو سره د ماشومانو تغذیه او ناروغ ماشوم له روغو ماشومانو لرې ساتل د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.
د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د یو شمېر کورنیو سرپرستې ښځې چې د خپلو اولادونو اعاشې برابرولو لپاره یې سوال کولو ته مخه کړې، له حکومته او موسسو د مرستو غوښتنه کوي.
پرې شونډې او پرې تالو دوه مورزادي ستونزې دي چې پرې اخته کسان له روغتیایي ستونزو سربېره، له ټولنیزو او رواني اغیزو يې هم ځوریږي، پوهان پر دې باور دي چې د یادو ستونزو درملنه باید یوه بشپړه تګلاره ولري څو په یوه وخت کې روغتیايي، رواني او ټولنیز ابعاد یې په پام کې ونیسي.