ډاکټران وايي، ډېرې ميندې د میندوارۍ او له زېږون وروسته مهال د اندېښنو، ویني کموالي او کمزورۍ له امله پر ژور خپګان اخته کېږي چې که له دوو اوونیو ډېر دوام پیدا کړي، باید ارواپوه ته مراجعه وشي.
ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزیجاتو سوداګرو اتحاديه او ځيني کروندګر وايي، پاکستان د اپټا تړون خلاف کله ناکله په بېلابېلو پلمو د سوداګرۍ پر مخ د تورخم دروازه بندوي او غواړي له دې لارې فشار وارد کړي.