منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د طب پوهان: پاکسلوویډ ټابلیټ د کرونا د سختو ناروغانو لپاره اغېزناک نه دي

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او ځينو داخلي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکسلوویډ ګولۍ/ ټابلیټ د کرونا له امله د مړینو په کمېدو کې ۸۹ سلنه ګټه لري؛ دغه راز د طب پوهان هم وايي چې دغه درمل د کرونا ناروغۍ د سختېدو مخه نیسي.

فاریاب کې مالداران مالي ملاتړ غواړي

فاریاب ولایت کې مالداران/څاروي لرونکي وايي چې د وښو او بوټو د کموالي له امله یې تر ۶۰ سلنه ډېر څاروي پر خوارځواکۍ اخته دي او شنډ پاتې شوي دي. دوی له حکومته غواړي چې د دغه زیان د جبران لپاره دې ورسره مالي مرسته وشي.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نجونو د منځنیو او لېسو په پېل کې ځنډ، په تړاو یې غبرګونونه او کابل ته د چین او روسیې د استازو راتګ افغانستان کې د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو او په دغه اونۍ کې د وړمې په پرتله مرګ ژوبله هم نیمایی ته رالوېدلې وه.   

غړي

پوهان: له شنډو ښځو سره تاوتریخوالی مه کوئ

ځينې بې اولاده مېرمنې په داسې حال کې له کورني تاوتریخوالي شکایت لري چې دیني عالمان له دې ډول ښځو سره تاوتریخوالی ناروا بولي او ډاکټران وايي چې بې اولادي یوازې د ښځې ستونزه نه ده.

د طب پوهان: د کرونا واکسین خطرناک نه، بلکې د ناروغۍ شدت کمولو لپاره دی

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د کرونا واکسین خطرناک بللی او ویلي یې دي چې د انسان په بدن کې بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي؛ خو ډاکټران وايي چې د کرونا واکسین تطبیق زیان نه لري، بلکې د  ناروغۍ شدت کمېدو کې مرسته کوي.

غړي

د یوه یتیم تریخ داستان چې انجنیر او کارګومارونکی شو

د غلام سخي سخا په نوم غوري ځوان چې د ماشومتوب دوره یې په یتیم خانه کې تېره کړې، د ډېرو سختیو له ګاللو وروسته توانېدلی چې لوړو مدارجو ته ورسېږي، ماشومانو او ځوانانو ته یې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه جوړ کړي، له ځوانانو غواړي چې تحصیل وکړي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

غړي

خلک: د خوست نمونوي لېسه دې ژر فعاله شي

د خوست د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي او مدني فعالان په دغه ولايت کې د سوېل ختيځو څلورو ولايتونو لپاره د جوړې شوې نمونوي لېسې د فعالېدو غوښتنه کوي.

غړي

د اهنګرانو اتحادیه: د اهنګرانو په عوایدو کې تر ۸۰ سلنې ډېر کموالی راغلی

په کابل کې اهنګران وایي، د دوی تولید ته ورته د بهرنیو ارزانه او ټیټ کیفیت توکو واردېدو د دوی کارونه سخت زيانمن او ان‎ له سقوط سره یې مخ کړي دي؛ له حکومته غواړي چې د ورته توکو پر وارداتو بندیز ولګوي.

نور راپورونه