ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
12 Mar 2022 - 17:55
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
12 Mar 2022 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه د وړمې اوونۍ په څېر وه، بلخوا د انتالیا فورم ناسته کې د افغانستان پر مسایلو مهمې خبرې وشوې او ټاکل شوې روانه میاشت په چین کې هم د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • متقي: له افغانانو سره باید هغه تعامل وشي چې د نړۍ له نورو انسانانو سره کېږي.
  • د بهرنیو چارو وزارت: هوکړه شوې چې امریکا به د افغانستان ۳.۵ میليارد ډالر خیریه موسسو ته نه ورکوي.
  • ټام ویست: له افغان پلاوي سره مو د افغانستان په تړاو پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
  • د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان په افغانستان کې دفتر پرانیست.
  • د مارچ په وروستیو کې په چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي؛ په دې کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په هرات ښار کې ناپېژاندو وسله والو د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ووژل، د بغلان په پلخمري ښار کې د یوه کس مړی موندل شوی و او په همدغه ښار کې ناپېژاندو وسله والو يو بل کس هم وژلی و.

راپورونه ښيي چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د هاوان د زړو دوو مرمیو چاودنو له امله څلور کسان ټپيان شوي، په غزني کې هم ورته چاودنې د درېیو کسانو ژوند اخيستی او يو يې ټپي کړ دی. دغه راز د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم د هاوان مرمۍ چادونې اووه کسان ټپیان کړل.

دغه راز د راپور له مخې، د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوې نجلۍ مړی وموندل شو، د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې يوې ښځې ځان پر ډزو وژلى و، د غور په پسابند ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو دوه کسان وژلي وو او د بدخشان په فیض اباد ښار کې چادونې دوه کسان ټپيان کړل.

تېره اوونۍ، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنیتي کسانو پر ډزو د يوې لېسې دوه ښوونکي او یو ماشوم ټپيان شوي، د کابل ښار په بره کي څلورلاره کې په يوه شخصي لانجه کې یوه امنیتي کس دوه کسان ووژل او د چارواکو په وینا، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو ملکي کس هغه مهال د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شو چې چک پاینټ ته نه و درېدلی.

دغه راز تېره اوونۍ د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسله والو يو صراف وواژه.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتې له تحول مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

د انتالیا فورم ناسته

تېره اوونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی‎ په ترکیه کې د انتالیا په ډیپلوماتیک فورم کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.

تېره ورځ (د کب شلمه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د بهرنيو چارو له وزير او د لومړي وزیر له مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د امريکا له ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره پلاوي سره درې اړخيزه ناسته لرله.

متقي په دې ناسته کې ویلي چې د افغانستان حکومت ټول هغه شرایط بشپړ کړي چې باید پر رسمیت وپېژندل شي او له افغانانو سره باید هغه تعامل وشي چې د نړۍ له نورو انسانانو سره کېږي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او امریکا پلاوو هوکړه کړې چې د افغانستان ‎۳.۵ میليارد هغه ډالر چي د امريکا د محکمي له دعوې ازاد شوي، د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کېږي.

د امريکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وايي، له یاد افغاني پلاوي سره يې ګټورې خبرې کړې، د افغانانو لپاره د مهم مسايلو، د اقتصادي ثبات ودې، تعليم او د هوا له لارې د سوداګرۍ په اړه غږېدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د کب په ۱۹مه پر خپل ټویټر لیکلي وو چې د انتالیا فورم ناسته کې له خپلو نړیوالو متحدینو سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او له دغه هېواد سره د نړۍ پر تعامل خبرې کوي.

د اسلامي همکاريو سازمان

تېره اوونۍ د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان په کابل کې خپل دفتر پرانیست او محمد سعید العیاش د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه په افغانستان کې دنده پیل کړه.

د راپورونو له مخې، د دغه سازمان غړي هېوادونه له افغانستانه ملاتړ کوي، د افغانانو د اړتیاوو پوره کول یې لومړیتوب دی او وایي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړې کېدونکې بودجه به پر بشري مرستو، د نیمګړو پروژو پر بشپړولو او اوږدمهالو او عام المنفعه پروژو متمرکزه وي.

په چین کې راتلونکې ناسته

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان له ګاونډیانو سره ګډ کار کوي چې افغانانو ته د بشري مرستو رسول چټک شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د مارچ میاشتې په وروستیو کې په چین کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون کوي او هیله من دی د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.

بشري مرستې

د افغانستان بانک تېره اوونۍ وویل چې د بشري مرستو د ۳۲ میلیون ډالرو یوه بله بسته کابل ته رارسېدلې ده.

دا مرستې په داسې حال کې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، بودجه مخ پر خلاصېدو ده، دا مهال په افغانستان کې ۲۳ ميلیون خلک خوراکي مصوونیت او ۹۵ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د افغانستان پر ناسم اقتصادي وضعيت اندېښنه ښودلې او د ژغورنې نړيوالې کمېټې ويلي، نړۍ بايد په افغانستان کې اقتصادي ناورين د مخنيوي لپاره اړينې کړنې ترسره کړي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

Visits: 160

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.