د غزني له ۱۰۰ او د زابل له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د وسایلو مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په غزني کې له ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت او د زابل له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وکړه.

























