کابل کې د کرونا ویروس بېلابېلو بڼو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل کابل کې د کرونا د بېلابېلو بڼو، جینیټکي پېښو او سرطاني ناروغیو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل کابل کې د کرونا د بېلابېلو بڼو، جینیټکي پېښو او سرطاني ناروغیو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د پرلهپسې اورښتونو له امله اوبه مکروبي شوې چې له امله یې ۶زره کسان پر شديد نسناستي اخته شوي دي.
ډاکتران وايي، د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید د څو اونیو لپاره د ډاکتر تر څارنې لاندې وي؛ ځکه چې کرونا د دوی د شکر اندازې له کنټروله د وتو لامل کېدای شي.
د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې څلور روغتيايي مرکزونه جوړ او فعاليت يې پيل کړ.
د کندوز ولایت روغتیايي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې تر ۷۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ډېرې هغه کسان دي چې روغتیايي سپارښتنې یې رعایت کړې نه دي.
د هندوستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته لېږلې او په کابل یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته یې سپارلې ده. د هند…
ځیني انټرنټي سایټونه په داسې حال کې «الرګارډ» شربت د کرونا په درملنه کې اغېزناک ګڼي چې د طب برخې پوهان د کرونا ناروغانو لپاره یې اغېز ردوي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې په…
د طب برخې پوهان وايي، د موسم په بدلېدو سره موسمي حساسیتونه ډېرېږي چې په ډېرو مواردو کې یې نښې هم د کرونا په څېر وي، خو کرونا له موسمي حساسیتونو سره تړاو نه لري.
ډاکټرانو په ځینو انټرنټي سایټونو کې هغه مقالې او مطالب سم بللي چې پکې ویل شوي، کرونا ویروس په امېدوارو مېرمنو کې له وخته مخکې زېږون لامل کېږي؛ دوی سپارښتنه کوي چې د امېدوارۍ پر مهال باید هڅه وشي څو پر دغه وژونکي ویروس اخته نه شي.
ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو نږدې ۵۰ ورځو کې تر ۶۸۶۰ کسانو ډېر پر کرونا اخته شوي، خو ډېر شمېر یې د وروستیو ۱۷ ورځو ناروغان دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) ویلي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۵۷زره ماشومانو چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.
د طب پوهان وايي، دا چې نارینه له کوره بهر کار کوي او ټيټ معافیتي سیستم لري، نو د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي او یوه سخته دوره تېروي.
د طب پوهان په انټرنټي سايټونو کې د بېکومي اوښ د وینې په وسیله د کرونا د درملنې په اړه خپاره شوي مطالب ردوي او وايي، دغه موضوع يوازې یوه فرضيه ده، علمي اړخ نه…
زابل د عامي روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غوریانو په باور، پر ګرمو اوبو حمام پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي، خو ډاکټران یې ردوي او خلکو ته توصیه کوي چې روغتیايي لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي. دغه راز،…
د طب برخې پوهان او دیني عالمان میندو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان تر دوو کلونو له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ ځکه د مور له شیدو تغذیه د ماشوم او مور په روغتیا کې…
د بادغیس روغتیایي مسوولین د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیقولو لړۍ د دوام خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو په داوطلبانه ډول راشي او واکسین ولګوي.
په کندهار کې د مخکې په پرتله د شري ناروغي ډېره شوې او په تېرو درېیو میاشتو کې د یادې ناروغۍ له امله ۲۹ ماشومان مړه شوي دي. په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون…
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وایي، هره ورځ په منځني ډول پر رواني ناروغيو اخته شاوخوا سل کسان دوى ته مراجعه کوي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
د جوزجان د کووېډ-۱۹ روغتون یو مسوول د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دوی له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر نس ناستي یا کولرا او ۶۰زره نور پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.