ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د کرونا په درملنه کې د بې‌کومي اوښ د وینې اغېز په اړه خپاره شوي مطالب اوازې دي

ډاکټران: د کرونا په درملنه کې د بې‌کومي اوښ د وینې اغېز په اړه خپاره شوي مطالب اوازې دي

author avatar
16 Aug 2022 - 13:40
ډاکټران: د کرونا په درملنه کې د بې‌کومي اوښ د وینې اغېز په اړه خپاره شوي مطالب اوازې دي
author avatar
16 Aug 2022 - 13:40

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د طب پوهان په انټرنټي سايټونو کې د بې‌کومي اوښ د وینې په وسیله د کرونا د درملنې په اړه خپاره شوي مطالب ردوي او وايي، دغه موضوع يوازې یوه فرضيه ده، علمي اړخ نه لري او خلک بايد دغه ډول ‎اوازو ته پام ونه کړي.

د «باشگاه خبرنگاران جوان» خبري وېب‌سایټ د «د بې‌کومي اوښ د وینې په وسیله د کرونا درملنه» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: «بریتانوي پوهان په دې وروستیو کې توانېدلي چې د بې کومي اوښ په وینه کې داسې انټي‌باډي پیدا کړي چې کولای شي د کرونا ویروس خنثی کړي.»

«تسنیم‌ خبري اژانس» وېب‌پاڼې «د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د اوښ د وینې اغېز په اړه د بلجیمي څېړونکو ادعاوې» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او پکې راغلي: «د بلجیم پوهانو ادعا کړې چې د اوښ په وینه کې شته انټي‌باډي د کرونا واکسین په جوړولو کې مرسته کولای شي.»

سرچینې لیکلي، د بلجیم په «خنټ» کې د بایوټکنالوژیکي موسسې څېړونکو راپور ورکړی چې د اوښ په وینه کې شته انتي‌باډي ښایي د کرونا ناروغۍ درملنې په توګه اغېزناک تمام شي.

د «اسلامی جمهوریت خبري اژانس» د «د بې‌کومي اوښ په وینه کې شته انتي‌باډي کرونا ویرس خنثی کوي» تر سرلیک لاندې خپاره کړي مطلب کې ویلي: «د یوې څېړنې پایلې ښيي: د «لاما» – یو ډول بې کومي اوښان – له وینې ترلاسه شوې انتي‌باډي کولای شي چې کرونا خنثی کړي او له همدې امله د کووېډ – ۱۹ شدیدو ناروغانو لپاره د درملو په توګه هم کارول کېدای شي.»

د فیسبوک ټولنیزې شبکې یوې کاروونکې مهناز لیکلي: «لکه څرنګه چې ویل کېږي، د دغه ډول اوښ وینه د کرونايي ناروغانو لپاره ګټوره ده، نو که مو په دې اړه خپلې تجربې راسره شریکې کړئ مننه به مو وي.»

خو د طب پوهان: د بې­کومي اوښ د وینې په وسیله د کرونا درملنه نه ده ثابته شوې

د کابل ښار د انتاني روغتون متخصص او ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري پژواک ته وویل: «په ځینو څېړنو کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د بې­کومي اوښ د وینې د انتي­باډي د اغېزناکتوب په اړه ویل شوي وو، د دغې موضوع په اړه کار روان دی چې همدغه انتي­باډۍ په کرونا ضد واکسین او درملو کې کارولای شي…»

د هغه په وینا، دا چې ويل کېږي د اوښ د وینې انتي­باډي د کرونا ناروغانو لپاره ګټوره ده، فقط یوه فرضیه ده؛ له کومې معتبرې مرجع پرته چې په دې اړه یې څېړنه کړې وي، نه شو کولای چې له هغه څخه درمل چمتو او د کرونا ناروغانو ته یې د کارولو سپارښتنه وکړو؛ ځکه دا موضوع د یوې فرضیې ترکچې ده او علمي اساس نه لري.

هغه په دوام کې زیاتوي، تر اوسه ثابته شوې نه ده، نو پر دې اساس نه شو کولای چې د کرونا د مخنیوي او یا د کرونا د ناروغانو له بدن څخه د دغه ویروس د له منځه وړلو په موخه د دغه حیوان انتي­باډي نورو کسانو ته تزریق کړو او هغوی ته د استفادې سپارښتنه یې وکړو.

د نوموړي په وینا، ټول حیوانات او تي­لرونکي په خپل بدن کې یو ډول انتي­باډۍ لري چې د ډېری ویرسونو، باکتریاوو، پرازیټونو او فنګسونو پر وړاندې مقاومت کولای شي او په دې ډله کې د بې­کومي اوښ وینه هم ګټوره تمامېدای شي، خو تر اوسه یې د کرونا پر وړاندې اغېز نه دی ثابت شوی او یوه فرضیه ده.

دغه­راز ډاکټر بازمحمد شیرزاد په دې اړه وویل: «دا ټول خبرونه هوايي دي، کتابي نه دي؛ یعنې په نړۍوالو څېړنیزو ادارو کې پرې څېړنه نه ده شوې او د هغوی له خوا تایید شوي نه دي، دا خبر چې د بې­کومي اوښانو وینه د کرونا له منځه وړلو لپاره اغېزناکه ده، تش اوازې دي.»

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دغه ‌ډول موضوعاتو په اړه په مجازي پاڼو او انټرنېټ کې خپرو شوو اوازو ته پام ونه کړي، بلکې هغه ټکي چې د متخصص ډاکټرانو له خوا یې سپارښتنه کېږي، جدي وګڼي.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.