ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران په ننګرهار کې د «شکرې» ناروغۍ درملنې ځانګړی روغتون جوړوي

ايران په ننګرهار کې د «شکرې» ناروغۍ درملنې ځانګړی روغتون جوړوي

author avatar
4 Sep 2022 - 15:35
ايران په ننګرهار کې د «شکرې» ناروغۍ درملنې ځانګړی روغتون جوړوي
author avatar
4 Sep 2022 - 15:35

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ايران سفارت مرستيال ننګرهار ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې د «شکرې» ناروغۍ درملنې معياري روغتون جوړوي.

چارواکي وايي، د ايران سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي او په ننګرهار کې د ايران کونسل مجيد صادقي نن د دغه ولایت د عامې روغتيا له رييس ډاکټر اميرمحمد افتاب سره په ليدنه کې دا ژمنه کړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي د وږي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، د شکرې ناروغۍ درملنې د دغه روغتون لپاره ودانۍ د دوی له خوا ځانګړې کېږي خو نورې چارې لکه د پرسونل نیول، روزل، درمل، مالي امکانات او د وسايلو برابرول به د ایران پر غاړه وي.

هغه زیاته کړه، ایراني پلاوي د دغه ولایت د روغتیا ریاست له چارواکو سره په دې اړه له جوړې شوې ناستې وروسته د دغه روغتون لپاره ځانګړې شوې ودانۍ هم له نږدې ولیده او زیاته یې کړه چې د روغتون فعالولو عملي چارې ژر پیلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.