«پاکستان کې مېشت افغانان تر يوې مياشتې پورې د تابعيت په تذکره خپل هېواد ته راتللی شي»
په تورخم ښارګوټي کې افغان کميسار وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې پاسپورټ او ويزه نه لري، کولی شي تر يوې مياشتې پورې د تابعیت په تذکرو خپل هېواد ته راشي.
په تورخم ښارګوټي کې افغان کميسار وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې پاسپورټ او ويزه نه لري، کولی شي تر يوې مياشتې پورې د تابعیت په تذکرو خپل هېواد ته راشي.
د راپورنو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په چناققلعه ولایت کې ۳۷ افغان کډوال نیولي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي، پر یوه اغېزمنه پالیسي موافقه شوې او بېرته به له پولې واړول شي. د…
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې ۱۷۲ د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي افغان خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، پاکستانیو پولیسو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۵۴۵ افغان کډوال نیولي دي. د ډیوه راډیو د خبر له مخې، دا افغانان د کراچۍ…
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۲۰ افغان کډوالو له خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د کاناډا د کډوالۍ چارو اداره وایي چې ۳۳۰ نور افغان کډوال يې دغه هېواد لېږدولي دي.
کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په لړ کې د دغه هېواد د کډوالو اداره ټورنټو ښار ته د ۲۹۸ نور افغان کډوالو د لېږد خبر ورکوي.
د پاکستان حکومت د کاناډا په غوښتنه دغه هېواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس اعلان کړی چې اروپا کې د پناه اخیستو لپاره ۴۴ سلنه غوښتنلیکونه د افغان، سوري، ونزویلایي، ترکي او کولمبیایي کډوالو له خوا وړاندې شوي دي.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست کارکوونکو ته د داخلي بېځایه شوو د حقونو، ناقانونه کډوالۍ او منفي پایلو په اړه…
د ایران د بهرنیو چارو وزارت قونسلګرۍ عمومي مدیر ویلي چې د دغه هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هغه ۳۶ افغان کډوال چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو، ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وايي چې د کراچۍ له زندانونو ۷۵ نور افغان کډوال ازاد او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۵ نور افغانان چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد شول. دغه وزارت نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې خوشي شوي…
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن ادارې له پيله د روان کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې يې نږدې ۳۴ زره افغان کډوالو ته د ځانګړې کډوالۍ ویزې ورکړې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۸ زره افغان کډوال راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۴ زره په زور را ایستل شوي دي.
کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه افغان کډوال د پاکستان کراچۍ د پولیسو له بنده ازاد شول.
د بشري حقونو د څار سازمان افغان پناهغوښتونکو د منلو په برخه کې د اداري تشریفاتو پر کمولو ټينګار کړی او د اسټرالیا له دولته یې غوښتي چې دغو پناه غوښتونکو ته دې «بشري ویزې» ډېرې کړي.
د ایران سرحدي چارواکو ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې له ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استولي دي. ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د ولایت سرحدي ځواکونو د قوماندان سردار…