منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې باید غیرقانوني کډوال خپلو هېوادونو ته واستول شي او ویلي یې دي، غیررسمي شمېرې ښیي چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

ایرنا راپور ورکړی چې د ایران د کورنیو چارو وزیر نن یوه ناسته کې ویلي: «هغه څه چې موږ کولای شو ووایو په ایران کې په غیر رسمي ډول افغان کډوال شاوخوا پنځه میلیونه او په رسمي ډول له هغه کم دي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر د کډوالو او بهرنيو وګړو لپاره د دغه هېواد پرګرامونو ته په اشارې زیاته کړې چې د جوړ شوي پروګرام له مخې به د بهرنیو اتباع په اړه اقدامات وشي.

دا شمېرې په داسې حال کې اعلانیږي چې دې وروستیو ورځو کې په ایران کې په تولینزو شبکو کې د افغان کډوالو بېلابېلې شمېرې لاس په لاس کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال