روان کال ننګرهار کې د کلیو پراختیا ریاست له لوري ۳۹۴ پروژې پلې شوې دي
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، روان کال د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې ۳۹۴ پروژې پلې کړې دي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، روان کال د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې ۳۹۴ پروژې پلې کړې دي.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کافرکلا لرغوني تاريخي ابدې خوندیتوب په موخه د قوشتیپې کانال مسير یو څه بدل شوى دى.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د کابل – جلالاباد د دویم سړک ویجاړ شوو برخو د بیارغونې او د استنادي دېوالونو جوړولو کار پای ته ورسېد او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د خوست د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په خلبيسات ښارګوټي کې د تازه مېوو او سبزیو پلورونکو لپاره نوی بازار جوړېږي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د نږدې ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت، د يوه فرعي سړک او دواړو خواوو ته يې د ويالو کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د شاه اوعروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او دغه بند به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښار په اوومه او دولسمه ناحیو کې د څه باندې ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت، د سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې او نن د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل…
د پکتیا ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې نن د ۱۳ اعشاریه شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
د ننګرهار ګمرک رييس وايي، د ګمرک اوسنۍ ودانۍ پر ١٠٠ جريب ځمکه کې ده چې د چارو پر مخ بیولو لپاره یې بسنه نه کوي، نو د نوې ودانۍ چارې يې پر ١٥٠٠ جريب ځمکه کې پيل کړې دي.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې نوو زېږېدلو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګې جوړولو ترڅنګ د اوبو، برېښنا او ناپاکو اوبو ایستلو سیسټم فعالولو څلور پروژې بشپړې شوې.
د ننګرهار سينديزې حوزې ریاست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د خوړو په بدل کې کار پروګرام له لارې د بيارغونې ۴۴ پروژې بشپړې شوې دي. چارواکي وايي، په دغو پروژو کې…
د هرات جامع جومات چې د هېواد یو له لویو او تاریخي جوماتونو ګڼل کېږي، د ځینو برخو بیارغولو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز - تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۴ شبکې جوږېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، اغاخان بنسټ په خوست کې زلزلهځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي چې ۵۰ سلنه چارې یې مخ ته تللې دي.
د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې ځايي خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته چې زدهکوونکو یې سرپناه نه درلوده، شپږ ټولګي جوړ کړي دي. د ځايي قومي مشرانو په وينا، د بادينزو ښوونځي…
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړېدو چارې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
موظف پلاوی وایي، امو سیند خلکو ته د زیانونو اړولو ترڅنګ د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او کابینې د زیان د سملاسي مخنیوي لپاره دوه میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر چارواکي وایي، د مرکز پل علم ښار اړوند په «پښتون اباد» سیمه کې دوه کیلومتره کلیوالي سړک د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د امو سیند اوبو د ویجاړیو له امله د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکو د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د یو شمېر وزارتونو یوه ګډ پلاوي تخار ولایت ته سفر کړی…