غزني کې د امارت له نومه په استفادې د عامه نظم یو شمېر اخلالوونکي نیول شوي
د غزني امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي چې په کې د اسلامي امارت له نومه په استفادې د عامه نظم یو شمېر اخلالوونکي هم شامل دي.






















