د چین د بهرنیو چارو وزارت: د کابل د تېرې ورځې برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه هوټل د تېرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه هوټل د تېرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.
د استخباراتو ریاست وايي، د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې له يوه پټنځایه بېلابېل ډول وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو او زورواکانو له خوا په دغه ولایت کې ۲۷۹زره ۸۴۰ جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې کار پیل شوی دی.
داعش ډلې د کابل پر یوه هوټل د هغه پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی چې د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، درې کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې سرپرست حکومت د ښځو د حقونه فعاله ظریفه یعقوبي له بنده خوشې کړې ده. یوناما د لیندۍ په ۲۱مه، پخپل ټویټر پاڼه کې ددې خبر…
د ننګرهار چارواکي وايي، د ماشومانو د ساتنې نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو سازمان له لوري په دغه ولايت کې پر ۶۰۰ بېوزله کورنيو د غير خوراکي توکو او نغدي مرستې ووېشل شوې. د…
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد او د ایمرجنسي روغتون بیا وايي چې له دغه برید څخه…
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند شهرنو ساحه کې پر يوه هوټل برید شوی دی. دغه برید نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې شوی او تر اوسه (د مازدیګر ۴ بجې) دوام…
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې له پخوانیو نظامیانو څخه لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن- سپین بولدک له نښتې وروسته یې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ځانګړو عملياتو پرمهال درې داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د کندهار مسوولین وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښې نن د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله يې لس نظامیان ژوبل شوي او یو وژل شوی، دغهراز درې عام وګړي هم ژوبل شوي دي.
د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه ماشومه د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، په مرکز جلالاباد ښار کې يې يو ماشوم د يوه بل ماشوم د قتل په تور نيولی دی.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې په دغه ولایت کې امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په ساحه کې يې ۱۴ کسان د غلا، قمار او لوټ په تور نیولي دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د تېرې جمعې ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو. د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب…
کابل (پژاک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت د دشتارچي ولسوالۍ اړوند په قرلق سیمه کې د قاري مسعود په نوم یو کس د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی. د…
د فراه امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په فراهرود ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د ياد ولايت امنيې…
په خوست ولایت کې د ناپېژانده وسلهو الو له خوا د بادشاهګل په نوم یو قومي مشر وژل شوی دی. د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز د پېښې په تاييد سره پژواک…
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې موټرسایکلسپرو وسلهوالو پر یوه کس ډزې کړې او وژلی یې دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت پر ټولو پولیسو يې د نوي یونیفورم وېشلو لړۍ پيل کړې ده.
په فراه ښار کې د موټرسایکلبم په وسیله چاودنه شوې چې د مسوولینو په وینا، یوازې بریدکوونکی په کې ټپي شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی