منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

هلمند کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د درېیو ښځو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د هلمند ځايي مسوولین وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د لفظي شخړې په پایله کې د ډزو له امله دوه ښځې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپيان دي.

غړي

بغلان کې یوه کس خپله ښځه وژلې ده

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په «قول پلنګ» سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په چاړه وهلې او وژلې ده.

غړي

هلمند کې یوه کس ځان وژلی

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه کې یوه کس ځان وژلی دی.

غړي

دفاع وزارت: د هغو وېډیوګانو په اړه چې ګواکې پنجشېر کې د جګړې بندیان وژل شوي، جدي څېړنې روانې دي

په ټولنيزو شبکو کې د هغو وېډیوګانو له خپرېدو وروسته چې ګواکې د سرپرست حکومت د ملي امنيت ځواکونو په پنجشېر ولايت کې يو شمېر نيول شوي کسان په ډزو وژلي، د ملي دفاع وزارت وايي، که دا وېډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نور راپورونه