ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایمرجنسي روغتون: د کابل له چاودنې ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۴ یې ساه ورکړې ده

ایمرجنسي روغتون: د کابل له چاودنې ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۴ یې ساه ورکړې ده

author avatar
23 Sep 2022 - 14:29
ایمرجنسي روغتون: د کابل له چاودنې ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۴ یې ساه ورکړې ده
author avatar
23 Sep 2022 - 14:29

 لومړی تعقیب – کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیر محمد اکبرخان جومات ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه پر غځېدلي سړک هغه مهال شوې چې خلک د جمعې له لمانځه د راوتلو په حال کې وو.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل: «د پېښې قربانیان ټول ملکي خلک او لمونځ کوونکي دي.»

دی وایي چې په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

خو په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي، په دې پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه روغتون پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۴ یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

 

Visits: 315

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.