د بلخ په مرکز مزارشریف کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خدمتونو برابرولو ادارې (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ یې د دغه ښار یو شمېر ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خدمتونو برابرولو ادارې (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ یې د دغه ښار یو شمېر ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
یوولس کلنه سلما د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو هواري په موخه له خپل ناروغ پلار سره یوځای د ننګرهار سرهرود ولسوالۍ د سلطانپور سیمې د خښتو یوې بټۍ کې کار کوي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې له ۲۱۰۰ یتیمو ماشومانو سره د ژمنیو توکو او پنجشېر کې له ۲۱۱۵ کورنیو سره د نقدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سلواغې ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
بغلان ولایت د مرکز اړوند «ډنډغوري» سیمه په ولسوالۍ بدله او د دغه ولایت په اداري واحدونو کې شامله شوه.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو له لوري پر کانونو د څار او د قاچاق مخنیوي په موخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو تغذیې په موخه څه باندې ۱۲۰۰ کړۍ جذبي څاهګانې کېندلې دي.
ځایي مسوولین وایي چې په اروزګان، نیمروز، دایکنډي، پنجشېر او هلمند ولایتونو کې له څه باندې لس زره کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
بادغیس کې ځيني معلولین په داسې حال کې د خلکو له ناسم چلنده شکایت کوي چې دغه ولایت کې مسوولین وايي، د معلولینو حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ډېروي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لورې د فراه ولایت په اناردرې او شیبکوه ولسوالیو کې له ۵۷۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د لوګر ولایت برېښنا ریاست وایي چې په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې څه باندې درې زره کورونو ته برېښنا وصل کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تېره یوه میاشت کې یې د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې نږدې څوارلس زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۴۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د ګردېز ښاروال وايي چې د ګردیز ښار یوازې ۳۰ سلنه ماسټر پلان تطبیق شوی خو زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به د یو شمېر پروژو په پلي کولو سره د ښار بڼه تر ډېره بدله شي.
د بامیان ځیني اوسېدونکو د دغه ولایت د نیمګړو پروژو د کار پر پیل ټینګار کوي او وايي، که د بامیان – دوشي ترانزیټي سړک جوړولو چارې بشپړې شي، د سوداګریزو توکو په بیې کې به کموالی راشي او د ملي اقتصاد د ودې لامل به شي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۹ موسسو سره د څه باندې ۱۰،۶ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زدهکړو له ۷۰ کورسونو ۱۰۲۴ کسان فارغ شول.
افغاني سره میاشتې په مرستونونو کې د بېوزلو ملاتړ لپاره د بودجې له کمښته خبره کوي، وایي چې اوسمهال د ۳۰۰ اړمنو کورنیو اسناد تر څېړنې لاندې دي چې له مرستونونو څخه به بهر وساتل شي.
سیمهییز مسوولین وایي چې لوګر او لغمان ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د پکتیا لجهمنګل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اړيکې نیولو لپاره اړ دي چې دوه ساعته مزل وکړي او غره ته وخېژي.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
په پکتیا ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته له څه باندې پنځه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.