منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

هېواد کې د بېکارۍ ستونزې هواري په موخه د کار ملي کنفرانس جوړېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هېواد کې د بیکارۍ معضلې د حل او کارموندنې لپاره د کار ملي کنفرانس جوړېږي او له خلکو یې غوښتي چې په دې تړاو خپلې طرحې، مقالې او وړاندیزونه له دغه وزارت سره شریک کړي.

مهدي: مېرمنې مې له دې امله چې د خپل واده پور ادا کولو لپاره ایران کې مسافر یم، طلاق غوښتی

د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.

له ځیرک ټیلېفونونو ډېره استفاده ځینو مواردو کې په کورنیو کې د ستونزو جوړېدو لامل شوې

د ځیرک ټیلیفون ډېره کارونه ځینو مواردو کې د کورنیو ترمنځ د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوی او ارواپوهان وايي چې دغه کار د کورنیو پر ګډ ژوند د منفي اغېز ترڅنګ د دوی پر عاطفي وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

غړي

ډبلیواېف‌پي: راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشري مرستو دوام لپاره سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

خیراتونو ته د بېوزلو نه وربلل؛ دیني عالمان: دغه ډول خیراتونه ریا ده او هېڅ ثواب نه لري

کابل ښار کې ځيني بې‌وزله کسان وایي چې په د خلکو د خیراتونو او او ختمونو مراسمو کې نه پرېښودل کېږي، شړل کېږي، سپکاوی یې کیږي او یا ورته پاتې شوي ډوډۍ ورکول کېږي، خو دیني عالمان بیا داسې خیراتونه ځان‌ښودنه او له ثوابه خالي بولي.

ډنمارک پاک او سومالیا فاسد هېوادونه اعلان شول؛ افغانستان څلور درجې کښته شوی

د روڼتیا نړۍوال سازمان پخپل کلني راپور کې ډنمارک له فساده پاک او صومالیا له فساده ډک هېوادونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې افغانستان  څلور درجې ټیټ شوی دی، خو اسلامي امارت دا راپور رد کړی دی.

غړي

د بامیان ځیني اوسېدونکي خپلو پېژندپاڼو کې د تېروتنو د اصلاح‌ له لړۍ شکایت لري

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو پېژندپاڼو د تېروتنو د اصلاح لپاره د دغه ولایت احصایې ریاست ته یې مراجعه کړې په دې برخه کې د کار له ځنډه شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې دغه ستونزه له پخوا وه او د حل لپاره یې کار روان دی.

نور راپورونه