Language

لوګر او لغمان کې له څه باندې درې زره کورنیو سره مرسته وشوه

پل‌علم، مهترلام (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي چې لوګر او لغمان ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري دغه ولایت کې پر ۱۷۳۰ بې‌وزله او اړو کورنیو پیسې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د مرکز پل‌علم د ۲۰ کلیو په بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شوه.

هغه دغه راز زیاته کړه، هرې بې‌وزله او اړې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

همداراز د لغمان ولایت الینګار ولسوال قاري مولوي نورالهادي صارام سعید وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو نړۍوالې ادارې په ملاتړ ۱۵ سوه ۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴ لېتره غوړي او ۴ کيلوګرامه لوبيا ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، یادې مرستې به تر ۳ میاشتو پورې میاشت کې یو ځل ورکول کېږي.