د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان
د اسلامي امارت مشرتابه هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه مادهییز فرمان صادر کړی دی.
د اسلامي امارت مشرتابه هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه مادهییز فرمان صادر کړی دی.
د لوګر د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ښځو څه باندې سلو شکایتونو ته رسېدنه شوې او د جبري نکاح پنځو مواردو مخنیوی شوی دی.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایې چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د «کبډي» څلورم پړاو شپنۍ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
ننګرهار ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مایکروسافټ شرکت وایي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې د سکایپ خدمات بندوي.
ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، ، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان لوېدو پېښه کې یوه کارګر ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بلخ کې ځایي مسوولین وایي چې د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې، د دغه ولایت له عمومي زندانه د ۳۳ ښځو په ګډون ۱۱۷ کسان ازاد شول او د څه باندې سلو کسانو د بند موده کې کموالی راغی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وايي، د اترا ادارې او یو شمېر مخابراتي شرکتونو ترمنځ د کابل په ګډون اتو ولایتونو کې د ۱۴ نوو مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د واورې له امله تړل شوې مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې او دغه راز د بامیان – غور پر لویه لار بند پاتې لسګونه مسافر هم وژغورل شول.
د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ملاتړ ۲۶۰ ښځې د خیاطۍ او غالۍ اوبدنې له مرکزونو فارغې او اړوند وسایل هم پرې ووېشل شول.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني، لوګر او پروان کې له څه باندې ۴۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، کاپیسا کې له څه باندې زرو کونیو سره د نغدو پیسو او هرات کې له ۶۰۰ کورنیو سره د سون توکو مرسته وشوه.
د ارزوګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حسن کاظمی قُمی پر ځای، عليرضا بیګدلي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیويوړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د ملي ادارې سره یې کانکور د ازموینې سیسټم د جوړولو هوکړهلېک لاسلېک کړی او دغه سیسټم د نمرو ورکونې، پوهنځیو ته محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.
ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې ځان د امریکا ولسمشر اعلان کړ چې لا هم د ټاکنو ګټلو لپاره درېیو نورو الکټرال کالج رایو ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې خپل فلسطیني سیال ته ماته ورکړه.