چاریکار (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پيل شوې.
پروان کې د کرکټ بورډ استازي محمدعیسی ایوبي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دا سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ کرکټ ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوې.
د یادو سیالیو تنظیموونکي انجامالدین ناصري وايي چې په دې سیالیو کې د پروان له مرکز او ولسوالیو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی دی.
هغه وویل، دغه ډول سیالۍ نه یوازې د کرکټ لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره د تفریح او روغتیا لپاره هم ګټورې تمامېږي.
ناصري له کرکټ بورډه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې مناسب لوبغالی جوړ کړي څو وکولای شي په مسلکي ډول لوبې ترسره کړي.