Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د شُتل ولسوالۍ دالان سنګ له سیمې څخه د پریان ولسوالۍ تر بامبوردار ګوتل پورې د ۱۲۰ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او داغنیونې چارو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خوړو نړۍوال سازمان په پنجشېر کې د مرستو په ډېرولو سره له ۸۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو دوامداره مرسته پيلوي او د اغاخان بنسټ د دغه ولايت په پنځو ولسوالیو او مرکز کې ۵۹ د پاکو اوبو شبکې او کانالونه جوړوي.
د پنجشېر د کانونو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له کانونو د استخراج شوو زمردو په پنځهویشتمه داوطلبۍ کې ۲۶۰۴ قیراطه زمرد په ۳۳۵ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت د زردالو حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه کموالی راغلی دی.
ځایي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د پنجشېر په رخه ولسوالي کې سېلابونو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری کانالونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.
د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۴۶،۵ سلنه ډېروالی راغلی خو کروندګر د دغه ریاست له مرستې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، دوی ته د لا ډېرو اصلاح شوو تخمومو د وېش غوښتنه کوي.
د پنجشېر د کانونو ریاست اعلان کړی چې په ۲۱مه داوطلبۍ کې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۳۹۷۷ قیراطه زمرد په ۱۲۴ زره و ۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو د اوړي ټورنمنټ له پیلېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې کابل ته د دغه ولایت د سیند اوبو د انتقال پروژې سروې چې د روان کال د وري میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وه، تېره ورځ بشپړه شوه.
د پنجشېر عمومي سړک تېره شپه د دغه ولایت په شتل ولسوالي کې د سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
پنجشېر کې د شخړو حل کمېټه وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په ۱۹مه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۳۲۱۵.۴ زمرد په ۱۷۶ زره او ۸۶۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن