د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، پر ایران د اسرائیل د نن سهار بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللی ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر ځينو تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو له امله د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
تهران کې د افغانستان سفارت د ایران له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
اسرائیلي چارواکي وايي، د ایران پر ځینو تاسیساتو یې بریدونه کړي او د ایران مذهبي مشر ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د راپورونو له مخې، سریلانکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د دوو قونونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني حل او پر دوستي بدله شوه.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې او پراختیا په اړه خبرې کړې.