Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زرنج ښار اهنګران چې د ژوند لسیزې یې په دغه کار کې تېرې کړې او له دې لارې حلاله روزي ترلاسه کوي، د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري او له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
نیمروزۍ شاعرې شاهګل ګلزاده چې د مدني فعالیتونو له لارې یې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په یوه پیغام کې د هېواد له ښځو غواړي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره دې، د نارینهوو ترڅنګ د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
زرنج (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې سيمهييزې سرچينې وايي، د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه دې د افغانستان او ايران پولې ترمنځ
زرنج (پژواک، ۱۷وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې د ترانزيټي موټرو يو شمېر چلوونکي ادعا کوي چې له هېواد څخه ايران او له هغه ځایه افغانستان
مسوولین وايي، په لوګر کې له ۵۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته وشوه او په نیمروز ولایت کې بیا پر ۱۹۰۰ بېوزلو کورنيو د خوراکي توکو د مرستې وېش پيل شو.
د نیمروز مرکز زرنج ښار ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې د تېرو دورو په پرتله یې د اوسنۍ دورې د برېښنا بېلونو لګښت کې درې برابره زیات راغلی، خو مسوولین وايي چې په ګرمو او سړو موسمونو کې د برېښنا مصرف ډېرېږي چې ورسره په بیلونو کې یې هم لوړوالی راځي.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
د نیمروز ولایت اوسېدونکي په زرنج ښار کې د روږدو کسانو له ډېرېدو شکایت لري او د راټولولوغوښتنه یې کوي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د سوالګرو له زیاتېدو اندېښمن دي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۰۰ سوالګر په نښه او د حکومت د اوږدمهاله مرستو پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
. . .
د نیمروز ولایت د اوبو رسونې ادارې مسوولین وایي، د سره صلیب نړۍوالې ادارې د زرنج ښار په قلعه فتح سیمه کې د ژورو څاهګانو د جنراتورونو فعالولو په موخه، له دغې ادارې سره د څه باندې ۲۴زره لیتره ډیزلو مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP