ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج – دلارام پر لویه لار د شګو ډېریو د موټرو تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې

د زرنج – دلارام پر لویه لار د شګو ډېریو د موټرو تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې

author avatar
24 Jul 2023 - 17:01
د زرنج – دلارام پر لویه لار د شګو ډېریو د موټرو تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې
author avatar
24 Jul 2023 - 17:01

زرنج (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲ ): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي وايي، د چټک بادونو لګېدو له امله د زرنج – دلارام پر لویه لار د رېګونو غونډېدو د موټرو او مسافرو تګ‌راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغوی وايي، باد له امله پر سړک د رېګونو ټولېدل د دې لامل شوي چې د زرنج – دلارام لویه لاره نږدې بنده شي، ترافیکي پېښې رامنځته شي او یا هم د موټرو تګ‌راتګ له ځنډ سره مخ شي.

د زرنج ښار اوسېدونکي ذبیح‌الله نارويي پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه چې له فراه څخه نیمروز ته راتلم، د چیګینې په سیمه کې د رېګونو غونډیو د زرنج – دلارام لاره بنده کړې وه چې دا کار د دې لامل شو څو درې ساعته په ځنډ زرنج ته ورسېږم.»

هغه وايي، هر کال کله چې په پسرلي او مني کې ۱۲۰ ورځني بادونه زور واخلي، هر دوې یا درې ورځې وروسته دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل کېږي خو ټولګټو وزارت تر اوسه د یادې ستونزې هوارېدو لپاره کوم اساسي اقدام نه دی کړی.

هغه د تېر حکومت پر مسوولینو نیوکه کوي او وايي: «هغه مهال یوازې لوډر راتلو او رېګ به یې له سړکه لرې کاوه او اوس هم همداسې ده، رېګ لرې کوي او د سړک پر غاړه یې اچوي، بله ورځ باد همدغه رېګ بیا سرک ته وړي او لاره بندېږي.»

د هغه په خبره، سږ کال د وچکالۍ له امله د باد سرعت ډېر چټک شوی او له لسو ورځو راهیسې سرک هره ورځ د ترافیکو پر مخ تړل کېږي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

هغه زیاته کړه: «همدا تېره ورځ بې شمېر موټر یو بل پسې ولاړ وو، ځیني په رېګونو کې تلل او دوه درې موټر چې ښځې او ماشومان پکې وو، په رېګونو کې ایسار پاتې وو.»

په ورته مهال، د یادې لارې بل موټرچلوونکی خان‌محمد هم د زرنج – دلارام لویې لارې له پرله پسې بندېدو اندېښمن دی او وايي، که د ۱۲۰ ورځنیو بادونو تر پایه وضعیت همدا ډول دوام وکړي، د سړک تړل کېدل او د توپان شدت زیاتېدل به د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو لامل شي.

هغه زیاتوي، کله چې له زرنج ښاره هرات ته حرکت کوي، مجبور دی په لاره کې دوه تر درې ساعته وروسته خپل موټر په وقفه‌يي ډول څو ځایه ودروي؛ ځکه چې د موټر جالۍ رېګونه راټولوي.

نوموړی وايي: «مسافران له ګرمۍ په موټر کې ضعف کوي، ماشومان ناروغان کېږي، خو بله لار نشته مجبور یو موټر ودروو، تېره شپه نږدې و موټر چپه شي او لاندې وغورځیږي، خو د خدای په فضل کنټرول مې کړ.»

د زرنج یو بل اوسېدونکی نذیراحمد وایي، څو ورځې وړاندې یې خپل ناروغ ماشوم د درملنې لپاره هرات ته لېږدوه چې د لارې په جریان کې یې موټر په ریګونو کې بند شو او د ماشوم حالت هم خراب شو چې اوس په هرات کې له ځانګړو مراقبتونو لاندې دی.

هغه زیاته کړه: «د باد سرعت په ساعت کې ۱۰۰ کیلومتره و او د شپې له خوا د سړک په سر د دغو ریګونو لویې غونډۍ د دې لامل شوې چې موټر مو لاندې ولویږي خو موږ ته زیان نه دی اوښتی.»

درې یادې شوې سرچینې له مسوولینو غواړي چې په اساسي ډول د دغې ستونزې مخه ونیسي.

د نیمروز د ټولګټو رییس مولوي جان‌محمد بدري پژواک ته وویل، د بادونو د موسمونو په پیلېدو سره په سویل لویدیځ سیمو کې په ځانګړې توګه نیمروز کې موسمي توپانونه په بې‌سارې شدت سره ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د نیمروز ولایت د ټولګټو ریاست د تل په څېر د زرنج – دلارام پر لویه لاره د روانو ریګونو له جدي ستونزې سره مخ دي.

هغه وویل، د نیمروز ټولګټو ریاست له څو کلونو راهیسې د زیان‌منونکو ساحو د پاکولو لپاره له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی دی، خو د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته د دغه ریاست په هڅو یو لوډر د ګاونډي ولایت څخه دغه ریاست ته لېږدول شوی دی چې هره ورځ د سړک پاکولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

بدري زیاته کړه: «د باد شدت ډېر دی خو زموږ وسایل د ریګونو مهارولو لپاره کافي نه دي، سره له دې هم د نیمروز ولایت ټولګټو ریاست د یوه تخنیکي ټيم په شتون کې (اونۍ کې ۲۴ ساعته) په زیان‌منونکو سیمو کې کار کوي څو د لویې لارې څخه د رېګونو د غونډیو په پاکولو سره د موټرو په وړاندې د تګ راتګ د هر ډول ستونزو مخه ونیسي.»

سرچینه زیاتوي: «د روانو رېګونو راټولېدل د نیمروز لپاره لویه ستونزه ده او ایجابوي چې د لارې خلاصون او موټرچلوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره باید سړک په پرله پسې توګه پاک شي، خو زموږ وسایل کم دي، زموږ همکارانو له کابله د یوه بل لوډر راوړلو لپاره کار کوي.»

هغه زیاته کړه چې د رېګونو راټولېدل له موسمي بادونو سره مستقیمه اړیکه لري، هر کله چې په زیان منونکو ساحو کې د باد تېزوالی په ساعت کې ۲۳ کیلومتره شي، کېدای شي د لارې تړل کېدو لامل شي، خو د بادونو تیزوالی- چې د ۱۲۰ ورځنیو بادونو په نوم یادېږي- تل د پسرلي په نیمايي کې پیل او د مني نیمايي کې یې شدت زیاتیږي او د کال په همدې وخت کې د نیمروز ټولګټو ریاست د زیانمنونکو ساحو لپاره جدي تدابیر نیسي.

بدري زیاته کړه: «د موټر چلوونکو د بې‌غورۍ له امله ښایي هره ورځ د لارې په اوږدو کې ترافیکي پېښې وشي، نو د یوه هېوادوال په توګه له ټولو موټرچلوونکو په ځانګړې توګه د ګړنديو موټرو له چلوونکو غواړم چې په نسبتاْ زیانمنونکو سیمو کې چې هلته رېګونه راټولیږي زیاد احتیاط وکړي او د باد لګېدو پر مهال چې د لیدو ساحه محدودیږي، هم باید موټرچلوونکي احتیاط وکړي څو د مرګونو ترافیکي پېښو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.»

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.