ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د انلاین کورسونو زده‌کوونکې: ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې حضوري زد‌ه‌کړې پیل شي

نیمروز کې د انلاین کورسونو زده‌کوونکې: ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې حضوري زد‌ه‌کړې پیل شي

author avatar
9 May 2023 - 18:03
نیمروز کې د انلاین کورسونو زده‌کوونکې: ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې حضوري زد‌ه‌کړې پیل شي
author avatar
9 May 2023 - 18:03

زرنج (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د هېواد په ځینو سیمو کې هغوی ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره شوې ده؛ که څه هم د دغه پروګرامونو ګډونوالې له انلاین زده‌کړو خوښي څرګندوي، خو وايي، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه دې بېرته پرانیستل شي.

تېر کال چې کله تعلیمي کال پیل شو، اسلامي امارت د نجونو د منځني ښوونځیو او لېسو زده‎کړو پیل هم وځنډاوه، ویې ویل، پر یوه طرحه کار روان دی چې په بشپړېدو به یې یاد ښوونځي بېرته پرانیستل شي، خو تر اوسه نه دي پرانیستل شوي. دغه راز تېر کال په مني کې د نجونو زده‌کړې په پوهنتونو کې هم تر دویم امر پورې وځنډل شوې.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم ویلي چې اسلامي امارت د نجونو له تعلیم او تحصیل سره ستونزه نه لري او ژر به دا ستونزه حل شي.

فرزانه بارکزۍ یوه له هغو نجونو ده چې دوه کاله مخکې له د زرنج له لېسې فارغه شوې او وايي، ډېره لېوالتیا یې لرله چې په پوهنتون کې شامله شي، خو د زده‌کړو په برخه کې د بندیزونو له امله له دوو کلونو را په دېخوا بی‌برخلیکه او وزګاره ده.

هغه غواړي چې په راتلونکي کې ښوونکې شي او ټولنې ته خدمت وکړي، خو کله چې ښوونځي ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه، په انلاین ډول یې د انګلیسي ژبې زده‌کړه پیل کړې څو له زده‌کړو وروسته پاتې نه شي.

هغې زیاته کړه: «خوشحاله یم چې له انلاین لارې زده‌کړې کوم، موږ باید له هر ممکن فرصته ګټه واخلو او زده‌کړې وکړو، غواړم په راتلونکي کې د انګلیسي ښوونکې شم.»

د نوموړې په وینا، په دغه انلاین ټولګي کې چې هغه د سهار له اوو بیا تر نهو بجو زده‌کړې کوي، دوه سوه نورې نجونې هم انګلیسي ژبه زده کوي.

هغه له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازه پرانیزي څو هغوی وکولای شي د هېواد په پرمختګ او وده کې خپله برخه واخلي.

فرزانه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او لوړو زده‌کړو موسسو د ژر پرانیستلو غوښتونکې ده وایي، اوس مهال په انلاین ټولګیو کې د ګډون لپاره د انټرنېټ لګښت پیدا کولو لپاره خیاطي کوي او په خپل لاس ګنډلي توکي بازار کې پلوري.

په ورته مهال، شکیبا یوه بله نیمروزۍ نجلۍ ده او په بارک خصوصي پوهنتون کې د حقوقو څانګې محصله وه چې له شپږو میاشتو راهیسې د انلاین درسي سیسټم له لارې درس وایي.

هغه وایي: «که څه هم په انلاین ټولګیو کې له ګډون څخه خوشاله یم او یو څه زده کوم خو له اسلامي امارته غواړم چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې زموږ نجونو پر مخ خلاصې کړي؛ ځکه هیڅ وخت انلاین زده‌کړې د حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولای.»

هغه زیاتوي: «انلاین او حضورِي زده‌کړې توپیر لري، موږ پخوا څېړنې کولې، سیمینار مو وړاندې کول خو اوس د استاد لکچر ته غوږ نیسو او پوښتنې کوو.»

د یادې محصلې په وینا، د انټرنېټ لګښت د هغو نجونو لپاره چې په اوسنیو شرایطو کې بېکاره دي، ډېر لوړ دی او د انلاین زده‌کړو یوه عمده ستونزه ده.

نوموړې زیاتوي: «کله چې د سلایډونو صوتي فایلونه ډاونلوډوو، انټرنېټ ډېر مصرفېږي، خو ټول په یو ډول هڅه کوي چې نور مصارف کم کړي او پیسې یې د خپلو زده‌کړو لپاره سپما کړي.»

هغه د انټرنېټ د سرعت کموالی او د نجونو زده‌کړو لپاره د مالي سرچینو نشتوالی یوه بله ستونزه ګڼي.

هغه له حکومته غواړي چې ژر تر ژره لګول شوي محدودیتونه لري کړي څو نجونې وکولای شي د هېواد په پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.

د «اکسیانا د زده‌کړو مرکز» یو موسس باران احمدي چې له یوې میاشتې راهیسې یې د نجونو لپاره د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړې، وایي چې د افغان نجونو پر وړاندې د زده‎کړو له محدودیتونو وروسته د فرخنده قانع په همکارۍ یې یاد بنسټ په کابل کې جوړ کړی څو نجونې وکولای شي په کور د کېناستو له فرصتونو ګټه واخلي او زده‌کړې وکړي.

هغه زیاته کړه: «د زده‌کړو د دغه بنسټ ټول مسوولین هغه محصلین دي چې په کابل پوهنتون کې درس وايي او د دوی په شان کسانو درد درک کوي، دغه مرکز د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د روزنیزو سیمنارونو په جوړولو سره په وړیا توګه نجونو ته د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي، هیڅوک نشته چې زموږ مالي ملاتړ وکړي، له خپل جېبه مصرف کوو.»

د سرچینې په خبره، د زده‌‌کړو دغه مرکز له لارې یې تر اوسه د انګېزې، ځان‌پېژندنې او ژورنالېزم په نومونو د زده‌کړو درې انلاین دورې ترسره کړې چې ۴۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی دی.

نوموړی وايي: «موږ د لسم، یوولسم او دوولسم ټولګيو نجونو زده‌کوونکو ته د ښوونځي اساسي مضامین په انلاین ډول تدريسوو؛ ځکه د ښوونځي نجونې له روحي پلوه تر زیات فشار لاندې دي او موږ ورته ویلي چې له موبایله مو کار واخلئ او یو څه زده کړئ.»

هغه وايي، که څه هم په انلاین ډول درسونه د کمزوري سرعت او د انټرنېټ بیې لوړوالي ستونزې له امله ځینې لوړې ژورې لري خو څو چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانه نیستل شي، دغه پروګرام ته دوام ورکوي.

د هغه په خبره، پلان لري چې د دغه مرکز له لارې په نږدې راتلونکي کې د وینا فن، مشاورې، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې سیمینارونه هم جوړ کړي.

د بارک خصوصي پوهنتون استاد او د پوهنې برخې پوه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، په انلاین بڼه د درس ورکولو پیل نېک ګام بولي او د دغه ډول پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: «انلاین زده‌کړې هماغه ډول چې د کرونا پر مهال اغېزناکې وې، په دغه وضعیت کې هم ډېرې اغېزناکې دي، ټولې نجونې باید له دغه ډول فرصتونو استفاده وکړي. زه خپلو محصلینو ته له ۶ میاشتو راهیسې انلاین درس ورکوم څو د پوهې له کاروانه وروسته پاتې نه شي.»

هغه هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او لوړو زده‌کړو موسسو دروازو بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.